په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د حکومت تر واک لاندې سیمو کې د کوکنارو کرونده پراخه شوې

د کوکنار کر له کلونو راهيسې د افغانستان لپاره يوه ستونزه وه، چې اوس یې د کښت له امله دغه هېواد د نشه يي توکو په ناورين اوښتی دی.

د شمېرو له مخې شاوخوا درې ميليونه افغانان په نشو روږدي دي، چې يوه لويه برخه يې په هېروين کاروي.

ډېر يې د پلازمېنې کابل په ګډون په لويو ښارونو کې له ورايه ليدل کېږي.

د کوکنارو کښت پخوا د طالبانو تر ولکې لاندې ځايونو کې کېده، خو اوس د حکومت تر واک لاندې سيمو کې هم کرکيله پراخه شوې ده. کريم حيدري په دې اړه رپوټ لري.