"۹۹ سلنه" کوچنۍ ډله، خو لویې هیلې

Image caption دغه څلور کسان د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټیټیوټ کې زده کړې کوي.

په کابل کې د ۹۹ سلنې په نامه د موسیقۍ یوې نوې ډلې فعالیت پیل کړی دی. د موسیقۍ د دې ډلې د سندرو سبک نیوکه کوونکی دی او د موسیقۍ الې یې هم تر ډېره تازه دي.

د ۹۹ سلنې موسیقۍ ډله په سندرو ویلو کې مسلکي ده او غړو یې د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټیټیوټ کې زده کړې کړې دي.

د ۹۹ سلنې د څلور کسیزه موسیقۍ ډلې له فعالیته له یوه کاله کم وخت تېږېږي. دغې څلور کسیزې ډلې چې غړي یې تر ۱۸ کلونو د کم عمر زلمیان دي، لومړنی سندره د فرخندې د لومړي تلین په مراسمو کې وویله.

دغه څلور کسان د افغانستان د موسیقۍ په ملي انسټیټیوټ کې زده کړې کوي.

د دغې ډلې له پیانو غږوونکي ارسن څخه مې، چې ۱۶ کلن دی، د ۹۹ سلنې د موسیقۍ ډلې د رامنځته کولو د هدف په اړه وپوښتل:

''زموږ موخه دا ده چې د موسیقۍ له لارې د ازادۍ، د ښځو او کوچنیانو د حقونو لپاره غږ پورته کړو، په ټوله کې باید د نیوکه کوونکې موسیقۍ له لارې خپل غږ تر خلکو ورسوو.

Image caption کلارنټ د موسیقۍ پو کوونکې اله ده چې ښايي ډېری افغانان یې له نامه سره بلد نه وي. محسن د کلارنټ په برخه کې زده کړې کوي او ترڅنګ یې د ۹۹ سلنې موسیقۍ ډلې سره هم مرسته کوي.

د افغانستان په هره برخه کې ګورو چې له اقتصادي او سیاسي پلوه هر څه د لږکیو په لاس کې دي چې کولای شو د ټولنې یو سلنه خلک یې وشمېرو. موږ ځانونه د ۹۹ سلنه نورو خلکو استازي ګڼو''.

قدرت په دغه ډله کې ټرومپت غږوي. د افغانستان له لوېدیځه د زده کړو لپاره کابل ته راغلی.

Image caption قدرت په دغه ډله کې ټرومپت غږوي.

هغه وايي، غواړي د خپلو خلکو غږ و اوسي او په افغانستان کې د نابرابریو پر وړاندې مبارزه وکړي. هغه د افغانستان د نامتو 'ټرومپت' غږوونکی استاد ننګیالي، چې له احمد ظاهر سره به یې ټرمپت غږاوه، د سبک لېواله دی.

کلارنټ د موسیقۍ پو کوونکې اله ده چې ښايي ډېری افغانان یې له نامه سره بلد نه وي. محسن په همدې برخه کې زده کړې کوي او ترڅنګ یې د ۹۹ سلنې موسیقۍ ډلې سره هم مرسته کوي. هغه وایي دا موزیک په اتلسمه پېړۍ کې د یوه روسي کمپوزیټور له خوا کمپوز شوی دی.

خو هغه څه چې ماته په زړه پورې و، د 'کخان' په نامه د موسیقۍ د الې لیدل و، چې لومړی ځل په ۱۸ پېړۍ کې په افریقا کې د معترضو زندانیانو له خوا وغږول شوه.

Image caption د دغې ډلې یو پیانو غږوونکی ارسن ۱۶ کلن دی

د موسیقۍ دغه اله لرګین څلور کونجه صندوق ته ورته ده او په دغه ډله کې د نجیب له خوا، چې د موسیقي د (ضربي) الو په برخه کې زده کړې کوي، غږول کېږي.

د دغو ځوانانو اصلي هڅوونکي او د اسانتیاوو برابروونکي افسیکو روزنځای دي، چېرې چی دغه ځوانان اوسېږي.

Image caption دغه ډله د نوټ له مخې مسلکي موسیقي غږوي

د ۹۹ سلنې ډله غواړي په راتلونکي کې یې هنري فعالیتونه د افغانستان له پولو هاخوا په نورو هېوادونو کې هم مینه وال پیدا کړي.

Image caption د دغو ځوانانو اصلي هڅوونکي او د اسانتیاوو برابروونکي افسیکو روزنځای دي، چېرې چی دغه ځوانان اوسېږي.

ورته مطالب