هوايي‌ ډزو د فهیمې د خوښۍ شپه په غم بدله کړه

فهیمه د پېښور  بورډ بازار ته نژدې کلي کې د کرايي په يوه کور کې ژوند کوي.
Image caption فهیمه د پېښور بورډ بازار ته نژدې کلي کې د کرايي په يوه کور کې ژوند کوي.

دوه کاله وړاندې د کوچني اختر شپه وه، افغان ماشومې فهيمې په لاسونو نکریزې لګولې چې په هوايي مرمې په سر ولګېده. دغې مرمۍ د څوارلس کلنې فهيمې یو لاس او پښه سخت ټپیان کړل، نوموړې چې د ښوونځي زده کوونکې ده حوصله ونه بایلله او خپل تعليم ته يې دوام ورکړ.

خو د فهيمې هغه شپه نه هېرېږي چې پر سر په مرمۍ لګېدو سره یې ناڅاپه ټول کالي په وينو لت پت شول.

فهيمې بي بي سي ته وويل: ''د اختر شپه وه، ما په لاسونو نکریزې وهلې چې په مرمۍ ولګېدم، لاس او پښې مې ورسره کار پرېښود. ډاکټران وايي دلته دې درملنه نه کېږي او د علاج لپاره باید بهر ته ولاړه شې''.

د افغان زده کوونکې د ټولګيوالې هم نوموړې ستايي او هغه ورځې يادوي چې هغې به ورسره په ښونځي کې د زده کړو ترڅنګ ټوکې ټکالې کولې.

د ۱۴ کلنې افغان زده کونکې د ټولګې يوه ملګرې عايشه وايي: ''فهيمه په زده کړو کې تکړه وه، هغه به په وخت ښونځي ته راتله او له دوی سره به یې لوبې هم کولې، دوی ته هغه ورځې ېادېږي او د خپګان احساس کوي''.

فهيمه چې په زده کړو کې به اکثره وخت اول نومره وه، په مرمۍ له لګېدو روسته اوس هم په سبق کې هماغسې تکړه ده. د زده کونکو ترڅنګ ښونکي هم د هغې د درملنې غوښتنه کوي.

Image caption پېښور کې زموږ همکار رحمن الله د فهیمې کور ته ورغلی او د زړه خواله یې ورسره کړي دي
Image caption فهيمه چې په زده کړو کې به اکثره وخت اول نومر وه، په مرمۍ له لګېدو روسته اوس هم په سبق کې هاغسې تکړه ده.

د نوموړې يو ښوونکی افتخار احمد وايي: ''په زده کړو او په ښونځي کې به چې نور کوم پروګرامونو کېدل، لومړۍ جايزه به هم فهیمې ګټله. د اکثرو ښونکو د دغې افغان زده کونکې استعداد ستایه. له دغې پېښې وروسته ورسره د ښونکو خواخوږي نوره هم زیاته شوې''.

فهيمه د هوايي ډزو کوونکو خلکو لپاره یو پیغام لري: ''خلک دې خوشالۍ لمانځي، خو هوایي ډزې دې نه کوي؛ ځکه چې دغه کار زما په څېر د نورو ژوند خرابولی شي''.

فهیمه د پېښور بورډ بازار ته نژدې کلي کې د کرايي په يوه کور کې ژوند کوي. د هغې پلار مزدوري کوي او په کور کې یې مور چې خپلې ماشومې لور ته ګوري نو د خپلې بې وسۍ احساس ورته کېږي ځکه دوی دومره پېسې نه لري چې د خپلې ماشومې درملنه وکړي.

Image caption د افغان زده کوونکې د ټولګيوالې هم نوموړې ستايي او هغه ورځې يادوي چې هغې به ورسره په ښونځي کې د زده کړو ترڅنګ ټوکې ټکالې کولې.
Image caption د ۱۴ کلنې فهیمې یوه ټولګیواله عايشه وايي: ''فهيمه په زده کړو کې تکړه وه، هغه به په وخت ښونځي ته راتله او له دوی سره به یې لوبې هم کولې، دوی ته هغه ورځې ېادېږي او د خپګان احساس کوي''.

د فهيمې مور بي بي سي ته وویل دوی پخوا د افغانستان د ننګرهار ولایت نه راغلي. هغه زياتوي دوی وس نه لري چې د خپلې لور درملنه وکړي. د فهيمې پلار وايي د خپلې لور د درملنې لپاره د خپل وجود غوښې پلورلو ته اړ شوی دی.

د فهېمې مور د پاکستان او افغانستان حکومتونو نه وغوښتل چې د لور درملنه کې ورسره مرسته وکړي.

Image caption د فهیمې يو ښوونکی افتخار احمد وايي: ''په زده کړو او په ښونځي کې به چې نور کوم پروګرامونو کېدل، لومړۍ جايزه به هم فهېمې ګټله''.

فهېمه اوس په دې هم خواشېنې ده چې د کور په کار کې د خپلې مور مرسته نشي کولی او نه هم د پخوا په شان خپلې کوچنۍ خویندې او وروڼه سمبالولی شي.

د خوښۍ پرمهال د هوايي ډزو ناسم دود د فهيمې په ژوند کې د تیارو پیغام راوړي و، خو د فهیمې لوړه حوصله د نورو لپاره یوه بېلګه ده.

Image caption فهيمه چې په زده کړو کې به اکثره وخت اول نومره وه