د کابل ښاروالۍ 'فساد' تورن دوه چارواکي نیول شوي

د انځور حقوق Getty

د افغانستان پلازمېنې کابل ښاروالي وايي، دوه جګپوړي چارواکي یې د کورنیو چارو وزارت له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ښاروالۍ دغه چارواکي یې 'له واکه د ناوړه ګټې اخیستو او اداري فساد' له کبله نیولي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا دوه کسان یې په بېلابېلو وختونو کې، تېره شپه او نن سهار نیولي دي او د پولیسو څېړنې روانې دي.

د کابل ښاروالۍ د رسنیو مشر عبدالقادر ارزو بي بي سي ته وویل، دغه چارواکي د تېرې شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت د لویو جرمونو د مبارزې د پولیسو له خوا ونیول شول.

نوموړی وايي، په نیول شویو کې یو د کابل ښاروالۍ مرستیال او بل پکې رئیس دی.

د ښاغلي ارزو په وینا، تر اوسه روښانه نه ده، چې دغه کسان د کوم جرم له کبله نیول شوي.

دی وايي، پولیس په دې اړه څېړنه کوي او پایلې به یې اعلان کړي.

د کابل ښاروالۍ کې نیونه کومه نوې خبره نه ده، څو کاله وړاندې هم له "واک نه د ناوړه ګټې اخیستو له کبله" د افغانستان سترې محکمې د کابل ښار د دوو چارواکو د زنداني کولو پرېکړه کړې وه.

محمد ظاهر او د ښاروالۍ مرستیال محمد فقیر بهرام له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په تور نیول شوي وو او په درو کلونو بند محکوم شوي وو.

د انځور حقوق Getty

په ۱۳۸۸ کال کې هم د افغانستان لویې څارنوالۍ د هغه وخت د کابل ښاروال عبدالاحد صاحبي د نیولو امر کړی و. نوموړی په بډو اخیستو تورن شوی و.

ورته مطالب