افغانستان ترافیکي پېښو کې سیمه کې 'دویم ځای' لري

Image caption دا لاره د افغانستان شمالي او مرکزي سیمې له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

د افغانستان په مرکزي ولایت غزني کې د تېرې میاشتې تر خونړۍ ترافیکي پیښې وروسته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول، د افغانستان حکومت ژمنه وکړه چې په لویو لارو کې د ترافیکو سیسټم د سموالي لپاره به ګامونه پورته کړي، خو تراوسه کوم بدلون نه لیدل کېږي.

بلخوا د ترافیکو ریاست چارواکي وایي، "دا هغه خبرې دي چې یواځې د کاغذ پر مخ پاتې کېږي." دا اداره مني چې د ترافیکو پولیس په لویو لارو کې د ترافیکو د کنټرول او مقرراتو پلې کولو وړتیا نه لري.

د غزني تر پېښې وروسته لوړپوړو دولتي چارواکو ژمنه وکړه چې د لویو لارو ترافیک پولیس به رامنځته کوي او پر لارو به کنټرول زیاتوي.

ددغې ادارې د معلوماتو له مخې دا هېواد په ترافیکي پیښو کې په سیمه کې تر بنګله دیش وروسته دویم ځای لري.

د کابل ترافیکو عمومي ریاست شمېرې ښيي چې تیر کال په دغه هیواد کې شاوخوا ۳۷۰۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوي چې تر ۱۴۰۰ ډیر کسان یې وژلي او ۴۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.

دا اداره یواځې د روان لمریز کال په لومړیو دوو میاشتو کې د ۳۲۵ ترافیکي پېښو رامنځته کېدل خبره کوي چې په وینا یې ۱۸۳ کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵۰۰ نور ټپیان شوي.

Image caption د افغانستان شمال ته دغه غځېدلې لاره ان د سړک نښې هم نه لري.

افغانستان شاوخوا ۳۳۶۰ کیلومتره حلقوي سړک لري چې ددې هیواد ۱۶ ولایتونه سره نښلوي، خو له شمالي ولایت فاریاب نه د لویدیځ ولایت هرات تر شاوخوا سیمو نه دی قیر شوی.

د کابل – هرات لویه لاره نژدې ۱۰۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د کابل – مزار شریف لویه لاره هم شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره غځېدلې ده. دا دواړه لارې د افغانستان د اکثرو ولایتونو اصلي ارتباطي لارې دي.

د ترافیکو پولیسو نشتوالی، د ترافیکي قوانیونو نه څارنه او د موټر چلونکو ناغیړۍ او سرغړونو پر دغو لارو سفر خطرناک کړی. پر دغو لارو سفر له ویرې او اندېښنو سره مل دی.

که څه هم ددغو لارو ناامني مسافرو ته د اندېښنې لامل دی، خو د ترافیکي پېښو ویره پرې زیاته شوې ده. د اړونده بنسټونو د راپورونو له مخې، په ۱۰۰ زرو تلفاتو کې ۲۷ تنه یې د ترافیکي پېښو له امله دي.

د مسافرانو ستونزې د لیدلو لپاره د افغانستان شمالي ولایت پروان مرکز چاریکار ته ولاړم. دا لاره کابل له نهو شمالي او مرکزي ولایتونو سره نښلوي.

Image caption مسافران وایي، چې په اکثرو دغو لویو مسافر وړونکو موټرو کې د مسافرو خوندیتابه ته هېڅ پام نه کېږي.

د پولیسو له څو پوستو تر تېرېدو وروسته د چاریکارو ښار ته ورسیدم. د لارې په اوږدو کې مې نه د ترافیکو پولیس او نه هم ترافیکي نښې ولیدې. دا سړک د تګ راتګ یواځې یوه لیکه لري او هغه هم ترافیکي خطونه نه لري.

کله چې د چاریکارو ښار ته ورسیدم، د ترافیکو څو مامورانو د مسافر وړونکو څو بسونه ودرول او د موټر چلونکو اسناد یې کتل .څو موټره چې ترافیکو ودرول د موټر چلولو جواز، د موټر اسناد او د حرکت کتابچه یې نه درلوده.

ګل احمد چې د افغانستان پر لویو لارو یې ۱۸ کاله موټر چلولی، د ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکي بس پر جلب ناست و او ۵۳ مسافر یې له مزار شریف نه کابل ته لېږدوي. د هغه موټر هم جواز سیر نه لري.

ګل احمد وویل، "دا [بس] موټر لومړی ځل دی چې پر دې لارې راځي، تراوسه یې اسناد نه دي بشپړ شوي او هرکله چې [پولیس] ترافیک ورته جواز سیر ورکړی، نو دی د حرکت کتابچه له ترانسپورتي شرکتونو اخلي."

موټر چلونکي ادعا کوی چې د مسافرو خوندیتابه ته پاملرنه کوي؛ خو په ۳۰۳ ډوله موټر کې ناست حبیب الله چې له مزار نه کابل ته تللو او چاریکارو ته رارسیدلی وایي؛ موټر چلونکي د مسافرانو ژوند سره لوبې کوي.

"د نورو هیوادونو په لویو لارو کې پوستې دي د لارو پولیس دي. موټر ګوري چې څو بجې حرکت کړی مثلا که له مزاره حرکت کوي او کابل ته راځي څو ځایه باید څارنه وشي دلته خو قانون نشته هر څه چې د چلونکي زړه وغواړي هماغه کوي د مسافر خبرې ته خو بیخي ارزښت نه ورکوي."

د انځور حقوق
Image caption غزني کې په دغه ترافیکي پېښه کې تر ۷۰ ډېر کسان ووژل شول.

وروسته له هغې چې شاوخوا یوه میاشت وړاندې په غزني کې خونړۍ ترافیکي پیښې لسګونه کسان ووژل، د افغانستان حکومت په لویو لارو کې د موټرو د جدي څارنې خبره وکړه.

دولت ژمنه کړې وه چې تردې وروسته به د موټر چلونکو لایسنس او جواز سیر ګوري، په نشه یي توکو روږدي کسان او تر ۲۲ کلونو ښکته او ۶۵ کلونو پورته کسان به موټر چلونې ته نه پرېږدي او د مسافرو خوندیتابه ته په جدي ډول پام وکړي.

د کابل ترافیکو عمومي ریاست د وسایطو د ثبت مشر عبدالرحمن کریمي وایي؛ د ترافیکو ادارې ترڅنګ د ترانسپورت وزارت هم مسوولیت لري چې د ترافیکي پیښو کمولو لپاره کار وکړي.

کریمي زیاته کړه، "په لومړي ګام کې د ترافیکو مسلکي پولیس نه لرو. دویمه دا چې اساسي بنسټونه نه لرو. درېیم موټر چلوونکي هم مقرراتو ته پام نه کوي او [په ټوله کې] موږ هم پر لویو لارو څارنه نه کوو."

د هغه د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۷۰۰ زره اسناد لرونکي او ۳۰۰ زره نور اسناد نه لرونکي او ښې لاس جلب لرونکي موټر په افغانستان کې ګرځي.

د افغانستان د قوانیو له مخې، د موتر جلب باید چپ لاس ته وي.

خام سړکونه، د اورپکو پر اېښودل شویو ماینونو د سړکونو تخریبېدل، له سړکونو د لازمې څارنې نشتوالی او له مجاز اندازې ډېر وزن سره د باروړونکو موټر تګ راتګ په افغانستان کې مسافر ته ډېرې ستونزې راپیدا کړي چې ویل کېږي د ترافیکي پېښو اصلي عوامل دي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغانستان شاوخوا ۳۳۶۰ کیلومتره حلقوي سړک لري چې ددې هیواد ۱۶ ولایتونه سره نښلوي، خو له شمالي ولایت فاریاب نه د لویدیځ ولایت هرات تر شاوخوا سیمو نه دی قیر شوی.

ورته مطالب