هېواد پېژندنه: افغانستان

د انځور حقوق .

په وچه کې ايسار غرني هېواد، افغانستان د وروستيو تاوتريخوالو او جګړو له امله ډېر زيان ليدلي.

اقتصاد او زيربناوې يې ويجاړې شوې او لوی شمېر اوسېدونکي يې کډوال شوي دي.

طالبان چې له ويجاړونکې کورنۍ جګړې وروسته يې سخت اسلامي نظام پلی کاوه، ۲۰۰۱ کال کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونو له خوا له واکه لرې کړل شول. خو په دې وروستيو کې يو ځل بيا راښکاره شوي.

په نړيواله کچه منل شوی حکومت، په ۲۰۰۴ کال کې د اساسي قانون له جوړېدو وروسته منځ ته راغی خو له پلازمنې کابله بهر د واک ټينګولو او ملي يووالي رامنځ ته کولو په برخه کې ستونزو سره مخامخ دی.

له ۲۰۰۱ کال وروسته د ناټو په مشرۍ بهرنيو ځواکونو د امنيت ساتل پر غاړه لرل. د ۲۰۱۴ کال په ډسمبر مياشت کې د ناټو ماموريت پای ته ورسېد چې ورسره د طالبانو په فعاليتونو کې زياتوالی راغی.

معلومات

د افغانستان اسلامي جمهوريت

پلازمېنه: کابل

  • نفوس ميليونه: ۳۱

  • پراخوالی ۶۵۲۸۶۴:کيلومتره مربع

  • رسمي ژبې: پښتو، دري

  • دين: اسلام

  • ژوند اټکل: نارينه (۵۹) کاله، ښځينه(۶۲)کاله

  • پيسه: افغانۍ

Getty Images

واکمن

ولسمشر: اشرف غني

د انځور حقوق GETTY IMAGES

اشرف غني په ۲۰۱۴ کال کې له څو مياشتو بحث او ناندريو وروسته چې چا ټاکنې ګټلې دي د ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

دی د حامد کرزي پر ځای کېناست، چې په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له واکه لرې کېدو وروسته يې ۱۲ کاله د هېواد مشري پر غاړه لرله.

رسنۍ

د انځور حقوق TOLO TV
Image caption ډېر شمېر افغانان رسنيو ته لاس رسی لري، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تلويزيوني خپرونو ته اجازه نه وه

رسنۍ: د طالبانو له پرځېدو وروسته په لوی شمېر شخصي تلويزيونونه او اخبارونه، ورځپاڼې او مهالنۍ رامنځ ته شوې.

خو، انټرنېټ ته لاس رسی محدود دی او د کمپيوټر لومړنۍ زده کړې لږ دي. په ۲۰۱۴ کال کې يوازې ۶ سلنه افغانانو انټرنېټ کاراوه.

ځينې مهمې تاريخي پېښې

۱۹۷۹- روسۍ لښکرې افغانستان ته ننوتې او کمونست رژيم يې رامنځ ته کړ. له يو ميليون زياتو وګړو د جګړو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۱۹۸۹- وروستۍ روسۍ لښکرې ووتې. مجاهدين چې امريکا او پاکستان ملاتړ ورسره و، د روسيې له خوا ټاکل شوی واکمن نجيب الله يې ګوښه کړ چې کورنۍ جګړې ورسره پيل شوې.

۱۹۹۶- طالبانو په کابل واک ټينګ کړ.

۲۰۰۱- امريکا د سپټمبر له بريدونو وروسته مداخله وکړه. طالبان يې واکه لرې کړل او حامد کرزی د لنډمهالې ادارې مشر وټاکل شو.

۲۰۰۲- ناټو په افغانستان کې د امنيت ټينګولو مسووليت پر غاړه واخيست.

۲۰۰۴- لويې جرګې نوی اساسي قانون جوړ کړ. حامد کرزی د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

۲۰۱۴- اشرف غني ولسمشر وټاکل شو. ناټو په رسمي ټوګه د جګړې ماموريت پای ته ورساوه او افغان ځواکونو ته يې واک وسپاره، چې اوس له جګړو سره مخ دي.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption لوېديځ هېوادونه په افغانستان کې د سولې په ټينګولو کې کامياب نه شول