مالیې نه ورکونکي افغان هوايي شرکت ته د فعالیت ځنډولو ګواښ

د انځور حقوق BBC World Service

د افغانستان د هوایي چلند ملکي اداره وایي، که د صافي په نوم خصوصي هوایي شرکت خپل مالیات ورنه کړي کار به یې وځنډول شي.

د صافی هوایي شرکت چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې دوې چمتو دي د خپلو مالیاتو لومړۍ برخه ډېر ژر حکومت ته ورکړي. د هوایي چلند د ادارې په وینا صافي شرکت له ۲۰۱۳ کاله راهیسې د خپل شرکت مالیه نه ده ورکړې.

د کام ایر په نوم یو بل خصوصي شرکت هم خپله مالیه نه ده وکړې، د هوایي چلند ملکي اداره وایي له بیا ـ بیا غوښتونو وروسته دغه شرکت د خپلې مالیې لومړۍ برخه ورکړې.

له هڅو سره بریالي نه شوو، د کام ایر شرکت چارواکو نظر تر لاسه کړو. افغانستان کې د افق په نوم د خصوصي هوایي شرکت له تړل کېدو شاوخوا پنځه میاشتې اوړي.

د دغه شرکت د تړلو لامل د الوتکو زړښت یادیده، چې د آنتونوف په نوم روسۍ الوتکې یې کارولې.

خو د صافی خصوصي شرکت د کار د ځنډولو ګواښ لامل د الوتکو زړښت نه، بلکې د مالیاتو نه ورکړه بلله کېږي. د افغانستان د ملکي هوایي چلند ادارې مرستیال محمد قاسم وفایي زاده بي بي سي ته وویل، که دغه اداره خپل ما لیات ورنه کړي، دوی د دغه شرکت د کار له ځنډولو پرته بله چاره نه لري.

'صافي یو ښه شرکت دی، په معیارونو برابر دی، نو د دې شرکت تړل هم د افغانستان په ګټه نه دی. یوه ګرانه پرېکړه ده خو که دوی و نه شي کولی خپلې ژمنې پوره کړي حکومت اړ دی له قانوني لارې کار واخلي'

د صافي شرکت د مالیاتو کچه ۱۶ میلیونو ډالرو ته رسېږي ، چې د چارواکو په خبره نهه میلیونه یې باید هوایي چلند ملکي ادارې ته ورکړي. دا مالیه له ۲۰۱۳ کال راهیسې دغه شرکت ته پاتې ده.

خو د صافي خصوصي هوايي شرکت وایي دوې د خپلو فعالیتونو روان ساتلو هوډ لري .د دغه شرکت د سوداګریزو چارو مشر جوشوا بوستوس، وایي غواړي دولت ته مالیه ورکړي.

'موږ خپله هڅه کو هغه پیسې چې هوکړه مو پرې کړې پوره یې کړو او و یې سپارو.د ځنډ لامل دا دی چې موږ ټولې پیسې یو ځای برابرو او دا لږ پیسې نه دي. موږ دا پیسې ورکوو، باور مو نه کېږي، کله چې موږ له هوکړې سره سم پیسې ورکوو ولې مو فعالیت وځنډول شي'

دلته د کام ایر په نوم د یوه بل خصوصي شرکت مالیه ۱۴ میلیونه ډالره اعلان شوې. د هوایي چلند ملکي ادارې په وینا دغه شرکت د مالیاتو لومړۍ برخه ورکړې خو د الوتکو زړښت یې د پراخو فعالیتونو مخه نیسي.

په معیار نه برابروالی

د هوایي چلند ملکي ادارې ویاند محمد قاسم وفایي زاده وایي، د الوتکو زړښت او په معیار نه برابریدل یې هغه ستونزه ده چې افغانستان یې د اروپایې اتحادیې له تور نوملړه د نه ایستلو له ننګونو سره مخ کړی او تر هغې چې یې الوتکې په معیار برابرې نشي اروپایي هېوادونه خپلو هیوادونو ته د سفر اجازه نه ورکوي .

'له تور نوملړه وتل په لږ او ډېرې پانګونې پورې اړه نه لري. دوې کولی شي په معیار برابر شي له دریو او څلور الوتکو سره اروپایي او امریکایي هیوادونو ته سفر وکړي، خو که د هوایي چلند په سکټور پانګونه ونه شي نو د شرکتونو فعالیتونه محدود دي'

د افغانستان هوایي شرکتونه هغو موخو او ځایونو ته د سفرونو په لټه کې دي چې د نړۍ ستر شرکتونه لیوالتیا نه لري هغو سیمو ته د خپلې ګټې لپاره لاړې شي.

په ۲۰۰۶ کال کې کله چې د نړۍ هوایي شرکتونو ته په افغانستان کې د کار جواز ورکړل شو، د افغانو شرکتونو لپاره کاري زمینه کمه شوه.

د بي بي سي د یوه څیړنیز رپوټ پر بنسټ چې په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې خپور شوی و، د افغانو شرکتونو مشرانو اعلان کړی و چې د لویو شرکتونو، فلای دبۍ، ترکیش ایرویز او اماراتو په راتلو دوې ته لسګونه میلیونه ډالر تاوان رسیدلی.

په تېرو ۱۵ کلونو کې د اریانا دولتي هوایي شرکت تر څنګ څو خصوصي هوایي شرکتونو کام ایر، صافي،افق شرق او افغان جیټ کار پیل کړ.

خو د دغو شرکتونو په الوتکو د وخت د تیریدو او زړښت له امله شاوخوا یوه نیم کال وړاندې د اروپایي اتحادیې غړیو هېوادونو د افغانستان د الوتکو الوتنه خپلو هېوادونو ته منع کړې.

هغه بندیز چې اوسنيو حالاتو ته په کتلو به کلونه وخت واخلي. پامیر افق شهر او افغان جیټ هغه هوایي شرکتونه دي چې اوس فعالیت نه کوي.