اشرف غني او نریندرا مودي د هرات سلما بند پرانست

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په لوېدیځ ولایت هرات کې د سلما بند نن شنبه (جوزا/ غبرګولي ۱۵مه) پرانست.

ښاغلي مودي هرات ته تر رسېدو وروسته په پښتو او دري په خپل ټویټر کې ولیکل، "د افغانستان لرغوني ولایت هرات ته ورسیدم. د سلما د بند په پرانيست غونډه کي د ګډون سربیره به د ولسمشر غني سره دوستانه لیدنه وکړم".

ښاغلي غني په خپل ټویټر کې ولیکل چې د ښاغلي مودي ښه راغلاست ته سترګې په لار دی او د هند لومړي وزیر ته یې په خطاب کې ولیکل چې د افغانستان خلک قدر هېروونکي نه دي.

د انځور حقوق arg
Image caption د افغانستان او هند مشرانو هرات کې د سلما اوبو برېښنا بند په رسمي ډول پرانست.

هغه همداراز زیاته کړې چې د سلما بند د افغانستان او هند ترمنځ د ژورو اړیکو یو بل ګام دی.

ښاغلی غني پرون هرات ته ولاړ او د راپورونو له مخې په هرات ښار کې له څو ورځو راهیسې شدید امنیتي تدابیر نیول شوي. نن هرات کې عمومي رخصتي ده، دولتي ادارې تړلې او ښار بند دی.

ټول سړکونه د موټرو پرمخ تړلي او د ښار په ځینو واټونو کې ان خلک پلی تګ راتګ هم نشي کولی. داسې امنیتي تدابیر چې د هرات اوسېدونکو په وینا په کمساري ډول سخت دي. امنیتي ځواکونه شپه او ورځ د ښار په واټونو کې ګرځي.

ورته مطالب