ولسمشر غني د سلما اوبو برېښنا بند پرانستلو لپاره هرات ته تللی

Image caption ټاکل شوې دا بند سبا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ښاغلي غني او د هند لومړي وزیر لخوا په رسمي ډول پرانستل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د هند په مرسته جوړ شوي اوبو برېښنا بند پرانستلو لپاره نن (جوزا/ غبرګولي ۱۴مه) لویدیځ ولایت هرات ته تللی دی. ټاکل شوې د هند لومړی وزیر نریندرا موډي هم سبا هرات ته لاړ شي او دواړه مشران به ددې بند پرانسته وکړي.

سلما بند د هند په نژدې ۳۰۰ میلیون ډالره مرسته جوړ شوی او په تېرو څو لسیزو کې ترټولو مهمه بنسټیزه پروژه بلل کېږي. سلما بند په چشت شریف ولسوالۍ کې د هریرود پر سیند جوړ شوی دی.

هرات ښار کې په سارې توګه امنیتي تدابیر نیول شوي او د ښار ډېر سړکونه د موټرو پرمخ تړلي دي.

د سلما بند توربینونه د ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري چې پر هرات سربېره ځینې نورې سیمې هم رڼاکولی شي.

نن د هرات سیمه ییزو چارواکو ترڅنګ یو شمېر ځوانان او ماشومان چې د افغانستان د بېلابېلو سیمو دودیزې جامې یې اغوستې وې، د ښاغلي غني د هرکلي لپاره د هرات هوایي ډګر ته تللي وو.

Image caption د هرات ښار ځینو سړکونو په اوږدوکې د افغانستان او هند بیرغونه رپېدل او د دواړو هېوادونو د مشرانو انځورونه لګېدلي وو.

هوایي ډګر کې دننه او د هرات ښار ځینو سړکونو په اوږدو کې د افغانستان او هند بیرغونه رپېږي او د دواړو هېوادونو د مشرانو انځورونه لګېدلي.

د سلما بند په افغانستان کې د هند تر ټولو ستره پروژه ده، چې د افغانستان پخواني ولسمشر داود خان یې د جوړېدو هیله لرله او ۲۵ سلنه کار یې هم هغه وخت بشپړ شو، خو جګړو دغه چارې ټکنۍ کړې.

۱۱ کاله وړاندې هند حکومت یو ځل بیا د دغه بند رغاونې ته چمتو شو. د سلما بند د اوبو اصلی زېرمه ۲۰ کیلو متره اوږدوالی او نژدې څلور کیلومتره سور لري. دغه بند د ۶۴۵ میلیون متر مکعبو اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د اوبو زېرمه کول یې تېر کال پیل شول. د دغه بند په اوبو ۸۰ زره هتکاره ځمکه خړوبیدای شي.

د هرات انجیل ولسوالۍ یو کروندګر ارباب انور الکوزی وایي، دغه بند د خلکو کورونو رڼا کولو ترڅنګ د کروندګرو د اقتصادي پیاوړتیا زمینه برابره کړې. دی وایي، کروندګر همدا اوس د هرات په لویدیځ کې د سلما بند له اوبو ګټه اخلي.

Image caption د سلما بند توربینونه د ۴۲ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري چې پر هرات سربېره ځینې نورې سیمې هم رڼاکولی شي.

دا چې ددې بند په جوړېدو سره ګاونډي هېواد ایران ته د هریرود سیند اوبو بهېدو کچه راټیټېږي او پر دې سیند به د افغانستان کنټرول ډېرېږي، نو د هرات ځینې اوسېدونکي باور څرګندوي چې ښایي افغانستان سره د ایران پر اړیکو یو څه منفي اغیزه وکړي.

هرات کې مدني فعال غلام حسن مجروح یې بل لامل دا بولي چې د سلما برېښنا سره هرات ښایي نور د ایران برېښنا ته اړتیا ونه لري چې په کال کې میلیونونه ډالر پرې ورکوي. همداراز داسې پروژې پر ایراني تولیداتو د افغانستان تکیه ورو ورو کموي.

په وروستیو ورځو کې په هرات کې ګڼ شمېر ځوانانو د بېلابېلو محفلونو په ترڅ کې ددې بند پر جوړېدو خوښي وښوده.

د هرات اوسېدونکی او فرهنګي فعال نعیم افغان وايي، ددې بند جوړېدو لپاره یې د خوښۍ اوښکې بهېدلې دي.

ښاغلي افغان وویل، "څو ورځې وړاندې د سلما بند برېښنا په ازمایښتي ډول هرات ښار ته ورکړل شوه، موږ د خوښۍ اوښکې تویې کړې، پس له ډېره وخته مو د پرمختګ پر لور ګام اخستی. موږ د هند له مرستو ډېره مننه کوو یو چې د سلما بند جوړېدو کې صادقانه مرسته وکړه."

ټاکل شوې دا بند سبا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان ولسمشر او د هند لومړي وزیر لخوا په رسمي ډول پرانستل شي.

ورته مطالب