ماین چاودني د هلمند د امنیت امر ټپي کړی

د انځور حقوق epa

د سویلي ولایت هلمند د امنیې قومنداني د امنیت امر نن سهار ' پنجشنبه ' د سړک غاړي ماین چاودنه کې سخت ټپي شوی دی.

د هلمند د ولایتي ادارې ویاند عمر ځواک وایي، نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د لښکرګاه او مارجې تر منځ پر لويه لار د امنيت د امر مل پاسوال غلام جيلاني خروټي پر زغروال ګاډي د ماين چاودنه شوې.

هغه وايي، په دغه چاودنه کې د امنیت امر خروټی او درې نور پوليس ټپیان شوي دي.

خو د هلمند امنيه قومندان پاسوال اقا نور کينتوز بیا ځینو رسنیو ته ویلي، چې دغه چاودنه کي یو پولیس وژل شوی هم دی.

له هلمنده راپورونه ښې، چې د چاودنې له امله د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر پښه پرې شوې ده.

ښاغلی خروټی یوازې څو ورځي مخکې دغه ولایت ته د امنیت د امر په توګه لیږل شوی و.

له تېرو پنځو ورځو راهيسې د هلمند د مرکز لښکرګاه د باباجي سیمي تر څنګ په ګرشک او نادعلي ولسواليو کې امنیتي ځواکونه او وسلوال په جګړه بوخت دي.

خو د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونه وايي چې په دغه ولايت کې د حالاتو د کنټرول په موخه يې کومانډويي او ضربتي ځواکونه ورلېږلي دي.

د افغان طالبانو د نوي مشر هبت الله د ټاکل کېدو سره سم هلمند کې جګړې زور اخیستي.

تېر کال د طالبانو د پخواني مشر اختر محمد منصور د ټاکل کیدو سره په هلمند او ځینو نورو سیمو کي امنیتي وضعیت ترینګلې سوي و. طالبانو تر دې دمه ددغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.