سلګونو کسانو بلخ کې د عطامحمد نور پر ضد لاريون کړی

Image caption دا په ورستیو کلونو کې لومړی ځل دی چې د بلخ د چارسمبالي عطامحمد نور پر ضد لاریون تر سره کېږي

د افغانستان په شمالي ولایت بلخ کې سلګونو کسانو له دې امله د دغه ولایت د چارسمبالي والي عطامحمد نور پر ضد په لاریون لاس پوری کړی چې دوی یې د ولایت له لوري "بی عدالتي، ناانډولې پراختیایي پروژي او د مځکو غصب" بولي.

لاریون کوونکو د یوه پرېکړه لیک له لارې د نوموړي د لیرې کېدو غوښتنه کړې.

د دوی په وینا دغلته حکومتي اداره تحمیلي ده او په وینا یې په مشري کې د یوه قوم او یوي ډلي کسان ځای لري.

د سید محمد په نوم یو لاریون کوونکی وايي په دغه ولایت کې عدالت په پام کي نه دی نیول شوی او د ده په ټکو پراخیتایی پروژې یوازې د ښاغلی نور اړوندو سیمو کې عملي کېږي.

دی وايي "زورواکي او ټوپک سالاري ده، ښاغلي عطا محمد نور سړکونه خپل کړي دي، څوکې ېې خپل قوم ته ورکړې، ۱۳ کاله کېږي چې والي دی، دا څنګه عدالت دی".

د نوموړي په وينا "موږ خپل غږ نشو اوچتولی، موږ له مرکزي دولته د عدالت د پلي کېدو غوښتونکي یوو"

ظاهرا دغه لاریون په بلخ کې د شته هغو قومونو د استازو له لوري سمبال شوی و، چې حرکت، جنبش او اسلامی حزب پورې اړوند بلل کېږي او دا د دغو ګوندونو تر منځ د اختلافاتو زېږنده یادېږي.

خو لاریون کوونکي ځانونه د بلخ د خلکو د عدالت غوښتني شورا ګڼي او وايي بی پلوه دي او د دوی په وینا د بلخ په دولتي ادارو کې ونډه نه ده ورکړل شوې.

لاریون کوونکو یو پرېکړه لیک هم وړاندې کړ چې وايي هغو کسانو چې دولتي او نادولتي مځکې غصب کړې، شخصي زندانونه او ناقانونه وسلې لري او زورواکي دي، باید د قانون منګلو ته وسپارل شي.

خو د بلخ چارسمبالي والي ویاند منیر فرهاد د لاریون کوونکو دغه ادعاوې رد کړې او ويې ويل که چېری څوک د وسلو د ویش او نور مسایلو په اړه مستند اسناد وړاندي کړي دوی به يې پوښتنو ته ځواب ورکړي.

ښاغلی فرهاد وایي، د دوی هره خبره چې قانونی وي د بلخ سيمه ييزه اداره به ورته غاړه کېږدي خو چې ادعاوې د قانون خلاف نه وي. نوموړی وايي د اسنادو مدارکو او دلایلو پر بنسټ د بلخ ولایت مقام د هرې پوښتنی ځواب ویلو ته تیار دی.

دا په ورستیو کلونو کې لومړی ځل دی چې د بلخ د چارسمبالي عطامحمد نور پر ضد لاریون تر سره کېږي.

همدا ډول لاریون کوونکی وايي که د مرکزی دولت له لوري يې تر پنځو ورځو غوښتنو ته ځواب و نه ویل شي نو خپلو لاریونوته به دوام ورکړي.

ورته مطالب