د لوګر پولیس: پر محکمې ځانمرګي برید کې ۷ کسان وژل شوي

د انځور حقوق f

د افغانستان پلازمېنې کابل ته څېرمه لوګر پولیس وایي، ددې ولایت پر محکمې د دوو ځانمرګو په برید کې ۷ کسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

د لوګر پولیسو یوه چارواکي نثار احمد عبدالرحیمزي بي بي سي ته وویل، دوه بریدګر چې په سپکو او درنو وسلو او لاسي بمونو سمبال وو، نن د یکشنبې په ورځ (جوزا/ غبرګولي ۱۶مه) شاوخوا ۱۰:۳۰ بجو یې د لوګر پر استیناف محکمې او څارنوالۍ برید وکړ.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل، بریدګرو د محکمې او څارنوالۍ پر ودانۍ د برید پرمهال له امنیتي ځواکونو سره په جګړه شول او تر یوه ساعت جګړې وروسته ټول بریدګر ووژل شول.

هغه وویل، په دې برید کې وژل شوي کسان د محکمې او څارنوالۍ چارواکي او عام خلک دي. د پولیسو دغه چارواکي همداراز وویل چې ۲۳ نور کسان ټپیان شوي چې تر ډېره ملکي وګړي دي او څو تنه یې پولیس سرتېري دي.

د لوګر ولایت ویاند سلیم صالح بي بي سي ته وویل، د ځانمرګو په برید کې د څارنوالۍ نوی معرفي شوی رییس محمد اکرم نجات هم وژل شوی.

ښاغلي عبدالرحیمزي زیاته کړه، ۱۴ ټپیان تر درملنې وروسته له روغتون رخصت شوي او پاتې د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.

د پولیسو دغه چارواکي وویل، بریدګرو هغه مهال د محکمې او څارنوالۍ پر ودانۍ برید وکړ چې ددغو دوو قضایي بنسټونو چارواکو د څارنوالۍ نوي رییس د معرفي کېدو له مراسمو وتلي و.

طالبانو ددې ځانمرګي برید مسوولیت منلی او ویلي يې دي چې دا کار یې لوګر کې ددې ډلې د شپږو غړو د ژول کېدو په خواب کې کړی دی.

وړاندې د لوګر چارواکو د بریدکوونکو شمېر دوه کسه اعلان کړی و چې د هغوی په وینا د ښځو په جامو کې د محکمې ودانۍ ته ننوتل او په لومړي پوړ کې یې مراجعه کوونکي یرغمل کړل.

دا په وروستیو څلورو ورځو کې د بریدګرو لخوا افغانستان کې پر محکمو دویم برید برید دی.

په تېر برید کې څلورو ځانمرګو د غزني استیناف پر محکمې برید کړی و. د غزني پولیسو د برید تر پایته رسېدو وروسته وویل چې امنیتي ځواکونه وتوانېدل دا برید په لسو دقیقو کې پایته ورسوي.

په دغه برید کې څلور بریدګر، یو پولیس او پنځه ملکي وګړي ووژل شول.

ورته مطالب