د افغانستان حکومت د انځور اخستو لپاره ډرون کامرو کارول منع کړل

د انځور حقوق AFP

د افغانستان حکومت د انځورونو او ویډیو اخستلو لپاره په دې هېواد کې ډرون کمرو کارول منع کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (جوزا/غبرګولي ۱۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو له کورنیو او بهرنیو رسنیزو بنسټونو غوښتي چې د ډرون کامرو له کارولو ډډه وکړي.

د خبرپاڼې له مخې، دا پرېکړه د ملي امنیت شورا او امنیتي ادارو لخوا شوې او لامل یې هم د دغو کامرو د "پراخ پوښښ وړتیا" بلل شوې چې کولی شي "د امنیتي بنسټونو لپاره ستونزې راولاړې کړي."

په خبرپاڼه کې ویل شوي، "د کورنیو چارو وزارت، له ټول هغه درناوي سره چې رسنیو ته یې لري، ملي او نړیوالو رسنیو ته ابلاغ کوي چې له دغه ډول کامرو چې د پراخ پوښښ وړتیا لري او د امنیتي بنسټونو لپاره ستونزې زېږوي، ګټه وانخلي."

خو افغانستان کي له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) وایي، د حکومت دا پرېکړه د اساسي قانون او نړیوالو موازینو سره په ټکر کې ده.

ددې ادارې اجراییوي رییس مجیب خلوتګر بي بي سي ته وویل، د اساسي قانون ۳۴ ماده د ټولو اتباعو لپاره د بیان ازادي تضمین کړې او د وزارت نوی حکم دا ازادي محدودوي.

ښاغلي خلوتګر په امنیتي دلیل د ډرون کامرو کارولو منع کېدو ته په اشارې سره وویل، که د ملي امنیت شورا د امنیتي ادارو له امنیت اندېښنه لري، باید مشخصې سیمې د ممنوع سیمو په نوم اعلان کړي.

د هغه په خبره، دا چې حکومت په ټول هېواد کې د انځورونو اخستلو لپاره د ډرون الوتنه بنده کړې، د بیان او رسنیو ازادۍ ته زیان اړوي.

افغانستان کې په رسنیزو فعالیتونو کې له ډرون څخه ګټه اخستنه د پراختیا په حال کې ده. وړاندې یوه خصوصي ټلویزیون د فوټبال سیالیو او همداراز یې تېر کال لړم میاشتې ۲۰مې لاریون له ډرون نه په ګټه اخستو تر پوښښ لاندې راوست.

د ثور/ غویي په ۲۷مه کابل کې روښنایي خوځښت لاریون انځورونه هم د ډرون په وسیله واخستل شول، خو ظاهرا دغه انځورونه خپاره نشول.

ورته مطالب