د غزني پولیس: طالبانو ۱۲ کسان په ډزو وژلي

د انځور حقوق f

د افغانستان په سوېل کې د غزني ولایت پولیسو قومندان وایي، طالبانو د افغانستان په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د کار کولو په تور ۱۲ کسان په ډزو وژلي دي.

جنرال امین الله امرخېل بي بي سي ته وویل، طالبانو دغه کسان په بېلابېلو وختونو کې او غزني ته له غځېدلو مختلفو لارو نیولي او له ځانه سره وړي و او تېر ماښام (سه شنبه، جوزا/ غبرګوالي ۱۸) یې ټول د اندړو ولسوالۍ په کمال خېلو کلي کې په ډزو وژلي دي.

ښاغلي امرخېل وویل، د طالبانو یو کمیسیون چې د هغه په خبره له "پاکستاني ملایانو" جوړه ده، ددغو کسانو د وژلو امر ورکړی دی.

د غزني د پولیسو قومندان زیاته کړه، پولیس د وژل شویو کسانو د هویت پېژندلو په لټه کې دی او ښایي له دغو کسانو یو شمېر د پولیسو او اردو سرتېري وي، خو ترډېره ملکي خلک و.

د امرخېل په خبره، ددې کسانو جسدونه د افغانستان سرې میاشتې کمېټې په مرسته له اندړو، غزني ښار ته لېږدول شوي او اوسمهال په روغتون کې دي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان خلک د افغانستان په دولتي ادارو کې د کار کولو په تور وژني، تر دې وړاندې هم په بېلابېلو سیمو کې دوی ورته کار کړی دی.

په دې وروستیو کې یې په کندوز کې یو شمېرو مسافرو له موټرو ښکته کړل او په اردو او پولیسو کې د کار کولو په تور یې ووژل.

ورته مطالب