حامد کرزی غواړي د محمد علي جنازې ته امریکا ته لاړ شي

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلي علي د ۲۰۰۲ کال په نومبر کې د ملګرو ملتونو د سولې سفیر په توګه کابل ته تللی و. علي ولسمشر کرزي سره هم لیده کاته وکړل.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، غواړي د سوکوهنې پخواني نړیوال اتل محمد علي کلې په جنازه کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ شي. کلې د شنبې په شپه د ۷۴ کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

ښاغلي کرزي د بي بي سي له خبریال سید عبدالله نظامي سره مرکه کې وویل، د ښاغلي کلې، له کورنۍ سره یې غمشریکي کړې او هڅه یې داده چې د جنازې او دفن مراسمو ته یې هم ورشي .

محمد عليد ۲۰۰۲ کال په نومبر کې کابل ته تللی و او د خپل سفر په لړ کې یې د هغه مهال ولسمشر حامد کرزي سره کتلي و. کرزي هم د ښاغلي علي تود هرکلی کړی و.

که حامد کرزی امریکا ته د علي جنازې ته لاړ شي، دا به د افغانستان ولسمشر په توګه د هغه دندې پایته رسېدو وروسته، امریکا ته د نوموړی لومړی سفر وي.

د ښاغلي کرزي د واکمنۍ وروستیو کلونو کې د افغانستان حکومت او امریکا ترمنځ اړیکې ترینګلې وې، ده په وار، وار د افغانستان پروړاندې د امریکا پر سیاستونو توندې نیوکې کړي.

ښاغلي کرزي همداراز افغانستان کې د امنیت ټینګولو کې د امریکا پر ارادې بدګوماني ښوولې.

د انځور حقوق Getty
Image caption ښاغلی علي د کابل لوېدیځ کې د نجونو یوه ښوونځي ته ولاړ.

ټاکل شوې د محمد علي جنازه د جمعې په ورځ لويي وېل ښار کې وشي. د علي کورنۍ ویلي، هرڅوک چې وغواړي کولی شي د هغه جنازه کې ګډون وکړي.

تمه کېږي چې د هغه د جنازې مراسمو کې د ملي او نړیوالو مشرانو په ګډون لسګونه زره کسان ګډون وکړي.

ښاغلي علي په سوکوهنې کې په اتلولۍ سربېره امریکا کې د تورپوستو په مدني خوځښت کې د فعالیتونو، د جګړې ضد دریځ او بشردوستانه فعالیتونو له امله نړیوال شهرت درلود.

ښاغلی کرزی وايي؛ د محمد علي پر مړینه خواشینی دی.

د افغانستان پخوانی ولسمشر وایي، له ځوانۍ یې له ښاغلي سره لیوالتیا او مینه وه، خو کله چې په ۲۰۰۲ کې محمد علي کابل ته ورغی او له ده سره په یوه روژه ماتي کې یې ګډون وکړ او د افغانستان په تړاو یې خپلې هیلې څرګندې کړې، دغه مینه لا ډیره شوه.

کرزي وایي؛ که څه هم هغه مهال د ښاغلي علي روغتیایي وضعیت دومره ښه نه و، خو بیا یې هم خبرې له ټوکو سره ملې وې.

د کرزي په خبره، ښاغلې علي ورته په خبرو کې وویل، "ښاغلی کرزی! له طالبانو سره چې دې د اورزګان په غرونو کې جګړه وه، معامله لکه زما د سوکوهنې سخته وه که یو څه نرمه وه؟ ما ورته وویل نه زما معامله ښه وه، اسانه وه."

د افغانستان پخواني ولسمشر د ښاغلي علي د هغه دریځ یادونه او ننګه وکړه چې ویتنام سره د امریکا جګړې مخالفت یې کړی و. علي افغانستان ته هم د ملګرو ملتونو د سولې د سفیر په توګه ورغلی و.

ښاغلي کرزي ددې پوښتنې په ځواب کې چې محمد علي د سولې پلوی و نو افغانستان کې یې د امریکا جګړې په اړوند څه نه ویل؛ کرزي وویل، "هو هغه د جګړې مخالف و او دلته چې افغانستان ته راغلی و په پوځي دنده نه و راغلی د افغانستان د خلکو پوښتنې ته راغلی و."

د سیاستوالو او ورزشي څېرو پر پیغامونو سربېره په بېلابېلو هېوادونو کې د محمد علي مینه والو د شمعې په لګولو، ګلانو په ورکړې او د محمد علي د انځورونو او کیسو په شریکولو سره هغه ته درناوی څرګند کړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د ښاغلي علي مینه والو د هغه په یاد او درناوي شمعې بلې کړې.

ورته مطالب