دوه امنیتي چارواکي د باور رایې لپاره پارلمان ته وپېژندل شول

Image caption ښاغلي دانش ټینګار وکړ چې ولسي جرګه دغو وړاندیز شویو چارواکو ته هرڅه ژر د باور رایه ورکړی.

د افغانستان اړوند دوو نړیوالو کنفرانسونو په نژدې کېدو سره، ددې هېواد ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت دوه لوړپوړي امنیتي چارواکي د باور رایې اخستو لپاره ولسي جرګې ته وپېژندل.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د ملي دفاع وزیر په توګه د عبدالله حبیبي او د ملي امنیت ادارې رییس په توګه د محمد معصوم ستانکزي معرفي کولو لپاره د ښاغلي غني د حکم متن ولوست او له جرګې یې دوی د باور رایه وغوښته.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ چې د دغو وړاندیز شویو چارواکو صلاحیت دې هرڅه ژر د جرګې لخوا تایید شي.

هغه وویل، "ستاسو د تایید رایې پیغام دا دی چې د جګړې لاره لنډه شي او د سولې، ټیکاو او پایدار امنیت پر لور لاره نژدې او هواره شي."

هغه زیاته کړه، دوه مهم کنفرانسونه چې لومړی یې د جولای په نهمه په وارسا او دویمه په بروکسل کې ترسره کېږي، په هغې کې به د افغانستان غربي ملاتړي له دې هېواد سره د خپلو مالي او امنیتي مرستو پر سر خبرې وکړي.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال د ولسي جرګې غړو ته په خطاب کې وویل، په دغو دوو مهمو نړیوالو ناستو کې باید د هېواد ملاتړو ته وښوول شي چې افغانستان یو منسجم امنیتي ټیم لري.

ښاغلی دانش به داسې حال کې دا موضوع مطرح کوي چې د هېواد دفاع وزارت یې د ۱۳۹۳ کال په میزان کې د ملي یووالي حکومت د کار له پیله وزیر نه لري او په دې موده کې تر ډېره ښاغلي ستانکزي د سرپرست په توګه کار کړی.

د انځور حقوق
Image caption د افغانستان پارلمان به راتلونکو ورځو کې دغو چارواکو ته د باور ورکړه وارزوي.

د افغانستان ولسمشر تېر کال په چنګاښ میاشت کې معصوم ستانکزی د دفاع وزارت لپاره وړاندې کړ، خو د ولسي جرګې د باور رایه یې ترلاسه نه کړه.

همداراز د ملي امنیت ادارې پخواني رییس رحمت الله نبیل تر استعفا وروسته، تېرکال د قوس/لیندۍ له ۲۰ مې مسعود اندرابي او د ثور/ غویي له ۱۶مې ښاغلی ستانکزی د ملي امنیت ریاست سرپرست په توګه ددې ادارې چارې مخته وړي.

د دولتي ادارو سرپرستي په محلي کچه کې هم د ملي یووالي حکومت پروړاندې له ننګونو ده او ډېرې نیوکې یې راپارولې دي، خو د حکومت مشرانو لا دې ستونزې ته د پای ټکی نه دی اېښی.

ټاکنې

ښاغلي دانش په خپلو خبرو کې د پارلمان له غړو وغوښتل چې د ټاکنو قانون، او د ټاکنیزو کمیسیونونو د دندو، تشکیل او صلاحیتونو قانون تصویب کړي، ترڅو په روان کال کې د ټاکنو ترسره کېدو ته لاره هواره شي.

په داسې حال کې چې د ملي یووالي حکومت منتقدین د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ترسره کولو پر ارادې شک ښيي، د ولسمشر دویم مرستیال وویل، حکومت د دغو دوو ټاکنو ترسره کولو لپاره د لومړنیو ګامونو پورته کولو په هڅه کې دی.

ددې لپاره چې ټاکنې د روان کال په مني کې ترسره شي، حکومت او د ټاکنو کمیسیون باید یو لړ ابتدایي کارونه ترسره کړی، لکه د ټاکنو لګښت برابرول، د ټاکنو کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د غړو ټاکنه او د ځینو اجرایي کارونو ترسره کول چې په قانون یې یادونه شوې ده.

لا تراوسه ددغو کارونو له ډلې ډېری پاتې دي او سربېره پردې د مخالفینو بریدونو په زیاتوالي سره، په مختلفو سیمو کې امنیتي ګواښونو او د ټاکنو امنیت ساتل ډېر مهم شوي دي. لا هم د روان کال په اوږدو کې د ټاکنو ترسره کېدو په تړاو شکونه پر خپل ځای دي.

ورته مطالب