د انجینر شیر ولي وردګ مړی کابل کې خاورو ته وسپارل شو

د انځور حقوق

د افغانستان پلازمېنه کابل کې د چاودنې له کبله د ولسي جرګې د وژل شوي غړي انجینر شیر ولي وردګ مړی د دوشنبې په ورځ د کابل لوېدیځ کې خاورو ته وسپارل شوه.

د نوموړي د جنازې لمونځ د پارلمان په الحاقیه ودانۍ کې ادا او وروسته یې جنازه د پارلمان ودانۍ ته څېرمه د وژل شوو وکیلانو لپاره په ځانګړې شوې هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

د نوموړي جنازې ته د ولسي جرګې ګڼ استازي او حکومتي چارواکي ورغلي وو.

انجینر شیر ولي وردګ د تېرې یکشنبې په ورځ پلازمېنه کابل کې د یوې چاودنې پایله کې ووژل شوی دی.

رپوټونو کې ویل شوي، چې پېښه د يکشنبې په ورځ مازیګر مهال د کابل د پنځمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې رامنځته شوې.

ویل کېږي، چې د ولسي جرګې غړي شيرولي وردګ دکور مخې ته بمي چاودنې پایله کې خپله نوموړی وژل شوی او یوشمیر نور کسان ټپيان شوي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه ددغه خبرپخلی کړی او ویلي یې دي، چې پېښه کې ۱۱ کسان ټپیان شوي هم دي.

عیني شاهدان وايي، چاودیدونکي توکي دښاغلي وردګ دکور مخې ته دبریښنا دمیټر په بکس کې ځای پرځای شوي و ، چې په چاودنه کې یې لومړی نوموړی ټپي او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

شیرولي وردګ د افغانستان ولسي جرګې غړی او د پوهنې پخواني وزیر فاروق وردګ کشر ورور و.

ښاغلي صدیقي د دغې پېښې مسوولان ( ترهګر ) بللي، خو تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

لنډ ژوندلیک:

د انځور حقوق
Image caption د نوموړي جنازې ته د ولسي جرګې ګڼ استازي او حکومتي چارواکي ورغلي وو.

انجینر شیر ولي وردګ د خواجه میرخان زوی، په ۱۳۴۹ هجري لمریز کال کې د مزدان وردګو ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې.

لومړنۍ زده کړې یې پېښور کې پای ته ورسولې او بیا یې په کرنې برخه کې لیسانس او په عمومي اداره کې یې د ماسټرۍ سند په ۱۳۸۵ کال کې له پرېنټون پوهنتون څخه ترلاسه کړ.

له ۱۹۹۸ کال راپدېخوا تر ۲۰۱۰ کال پورې له سترو ملي او نړیوالو ادارو سره مامور و، او په ۲۰۱۰ کال د کابل د خلکو له لوري ولسي جرګې ته بریالی شو، چې د شپاړسمې دورې د کابل د خلکو برحاله وکیل و.