'سلګونه کوچني کانونه د افغان حکومت کنټرول کې نه دي'

Image caption د دغې څېړنې موندنې ښيي د کوچینو کانونو کیندنې په هغو سیمو کې روانې دي چې د حکومت له ولکې وتلې

د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ ویلي د نا امنیو او تاوتریخوالي له امله سلګونه کوچني کانونه د حکومت په ولکې کې نه دي. دغه څېړنه چې نوې خپره شوې، ښيي ناقونونه کیندنې د دولت لپاره د لږ عاید لامل کېږي.

د افغان حکومت چارواکي هم مني چې د کانونو شاوخوا ۸۰ سلنه کانونه په ناقانونه توګه کېندل کېږي. د دغه راپور جوړونکو وړاندیز کړی چې حکومت باید د کانونو د مدیریت او چاپیریال منفي اغېزو د کمولو لپاره یو عملي چوکاټ جوړ کړي.

د افغانستان د څېړنې او ارزونې بنسټ دغه څېړنې په حکومت کې د کانونو برخې له کارپوهانو، د خصوصي سکتور له استازو، د مدني ټولنو له استازو، مرستندویه سرچینو او د کانونو تخنیکي برخې شاوخوا ۳۰ تنو کارپوهانو سره له مخامخ او یا هم د ټیلیفوني خبرو پر بنسټ جوړ شوی دی.

د څېړنو پایلې ښيي چې افغان حکومت لا تر اوسه د کوچنیو کانونو د ایستلو مدیریت په چارو بوخت دی او لا هم د سترو کانونو پر کیندنو چې د دندو موندلو لامل شي نه دی توانيدلی.

د دغې ۶۸ مخیزې څېړنې موندنې ښيي د کوچینو کانونو کیندنې په هغو سیمو کې روانې دي چې د حکومت له ولکې وتلې او دغه چاره د دولت د عایداتو د کمېدو لامل شوې ده.

جاوید نوراني چې ددغه راپور د جوړونکو له ډلې دی بي بي سي ته وویل، په نا امنو سیمو کې د هرې ورځې په تېرېدو د کوچینو کانونو ناقانونه کیندنې ډېریږي.

د څېړونکو خبرداری

ښاغلی نوراني وايي د دغه حالت دوام پر چاپیریال هم منفي اغېزې لري او ګواښنه یې وکړه که دا حالت دوام کوي، نو د کوچینو کانونو د عاید پرتله به د هغو زیانونه ډېر وي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت مني چې د افغانستان د کانونو شاوخوا ۸۰ سلنه کانونه په ناقانونه توګه کېندل کېږي، ځکه د افغان حکومت خزانې ته لږ عاید رسېږي. د سوداګرۍ وزارت مرستیال عبدالباري رحماني وايي که حکومت پر کانونو کنټرول ولري، په دې برخه کې لس برابره ډېر عاید ترلاسه کولای شي.

د دغه راپور جوړونکو د کانونو د ایستلو د ښه مدیریت په موخه افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته یو شمېر وړاندیزونه هم کړي دي. دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د کانونو په برخه کې د بشري ځواک د وړتیاو په لوړولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي.

افغان حکومت ته یې هم وړاندیز کړی چې په امن سیمو کې د کانونو ایستلو ته اجازه ورکړي او د کانونو د مدیریت او چاپیریال منفي اغېزو د کمولو لپاره باید یو عملي چوکاټ جوړ کړي.