وژل شوی افغان خبريال په کابل کې خاورو ته وسپارل شو

د انځور حقوق AP

د افغان خبریال ذبیح الله تمنا جنازه چې دوه ورځې وړاندې په هلمند ولایت کې وژل شوی و په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه.

ښاغلی تمنا له یوه بل امریکایی خبریال ډېویډ ګیلکي سره د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د طالبانو په یوه توغندويي برید کې وژل شوی و.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مسول نجیب شریفي وايي په افغانستان کې به د خبریالانو لپاره حالت همداسې نا امنه پاتې شي. ځکه د طالبانو، افغان حکومت، ټوپکسالارانو او مافیايي کړیو له خوا خبریالانو ته "ګواښونه" متوجه دي.

ښاغلی شریفي وايي، د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ځینې ګامونه اوچت شوي او په دې برخه کې لا نورو ډېرو چارو ته اړتیا ده.

نوموړی وایي، "موږ باید خبريالان د هغوی د خونديتوب له پلوه وروزو او موږ دا کار د طلوع ټلويزيون پر کارکوونکو تر بريد وروسته پيل کړی دی او له حکومته په ګډه غوښتنه وکړو چې د خبريالانو د خونديتوب لپاره جدي لارې ولټوي".

د انځور حقوق AFP

د ښاغلي شريفي په وينا رسنۍ هم بايد د خپلو خبريالانو لپاره خوندي کاري، چارپېريال رامنځ ته کړي.

۳۸ کلن ذبيح الله تمنا د فارياب ولايت په مرکز ميمنه ښار کې زيږېدلی و.

نوموړی د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه فارغ شوی و او د سمبالونکي، خبريال او عکاس په توګه يې کار کړی و.

ښاغلی تمنا په ۲۰۰۲ کال کې د چين له خبري اژانس شينهوا سره کار پيل کړ. په لومړيو کې د ژباړونکي او بيا په ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۰ پورې د دغه اژانس د عکاس په توګه کار کاوه، وروسته يې بيا د ترکيې خبري اژانس انادولو سره د ازاد خبريال په توګه کار وکړ.

ذبيح الله له يوه کال راهيسې د ازاد خبريال، عکاس او د امريکا ملي راديو بهرنيو خبريالانو سره د سبمالوونکي په توګه کار کاوه.

د انځور حقوق AFP

له ښاغلي تمنا درې ماشومان پاتې شوي، چې مشر ماشوم یې مصطفی ۱۰ کلن دی، نوموړي د رويټرز خبري اژانس ته ويلي، "فکر کوم يوازې شوی يم، پلار مې زما لپاره يوه تکيه وه، کله مې چې پلار مړ شو هېڅ باور مې و نه کړ او فکر مې کاوه چې درواغ دي"

له ښاغلي ذبيح الله تمنا سره يو ځای وژل شوی امریکايي عکاس ډیویډ ګیلکي د امریکا ملي رادیو ان پي ار، سره کار کاوه.

ګیلکي لومړنی امریکایی خبریال دی چې د افغانستان کې جګړه کې ووژل شو.

ورته مطالب