روغتیايي محصلین ولې د افغانستان لرې سیمو کې کار نه کوي؟

په غور کې ولایت کې د افغانستان روزنیز او پرمختیایي مرکز ACTD له دولته غوښتي، هغو ډاکټرانو ته چې تازه له زده کړو فارغیږي تر هغو چې په غور غوندې لرې او شاته پاتې سیمو کې دوه کاله خدمت ونه کړي‌، د فراغت سند ورنه کړي.

نوموړی دفتر چې د یوه تړون پربنسټ په غور کې د صحي خدمتونو په ډګر کې د عامې روغتیا له وزارت سره همکاري کوي، وایي تراوسه په دې نه دی توانېدلی چې یوه ډاکټره په دې قانع کړي چې د غور په لرې سیمو کې کار وکړي.

د غور د عامې روغتیا اداره، امنیتي ستونزې د دې وضعیت لامل بولي، خو ACTD بیا وایي چې ډېری خلک نه غواړي په داسې سیمو کی کار وکړي چې د ژوند پرمختللې اسانتیاوې نه لري.

د غور ولایت د اوسېدونکو لپاره شپیته روغتیایي مرکزونه فعال دي، خو له ښاره په وتلو سیمو کې هېڅ افغان ښځینه پرسونل نه شته. یوازې دوې ډاکټرانې په دوو ولسوالیو کې کار کوي چې هغه هم د افغانستان د روزنیز او پرمختیایي مرکز له خوا له تاجکستانه رابلل شوې.

د غور د عامې روغتیا مشر ډاکتر غلام نبي یګانه وایي په غور کې یوشمېر افغان قابلې شته، خو له مرکزه وتلو ته زړه نه ښه کوي:

د انځور حقوق AFP
Image caption د غور ولایت د اوسېدونکو لپاره شپیته روغتیایي مرکزونه فعال دي، خو له ښاره په وتلو سیمو کې هېڅ افغان ښځینه پرسونل نه شته.

''موږ په غور کې یوشمېر افغان قابلې لرو چې له نېکه مرغه همدلته روزل شوې، خو دوی د امنیتي ستونزو له کبله دې ته نه چمتو کېږي چې له ښاره په وتلو سیمو کې کار وکړي''.

په غور کې د د افغانستان روزنیز او پرمختیایي مرکز مشر ډاکټر محمد صالح صالح وایي د ډاکټرانو اجباري لیږل به د حل لار وي.

ښاغلی ډاکټر صالح وایي ''هغه کسان چې نوي د طب له پوهنځي فارغېږي دوی، خو د همدې ولس په پیسو زده کړې کړې نو دوی باید مجبور شي چې دوه کاله په غور غوندې محرومو سیمو کې کار وکړي او بیا وروسته باید د فراغت سند ورکړل شي.''

نوموړی مرکز د غور شپیتو صحي مرکزونو ته په هرو شپږو میاشتو کې یوځل د اړتیاو په اندازه درمل لېږدوي.

یوځل په مني او بیا په پسرلي کېخو سږ کال دا کار نژدې دوې میاشتې وځنډېد او له دې کبله یوشمېر مدني فعالانو هم په غور کې په اعتراض لاس پورې کړ.

په دې مراسمو کې په غور کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون سیمه يیز دفتر یوه چارواکي محمد جواد علوي هم خپله اندېښنه څرګنده کړې وه.

د انځور حقوق Getty
Image caption د غور ولایت چغچران په روغتون کې یوه مېرمن، چې په سرطان ناروغۍ اخته ده.

غور د افغانستان هغه مرکزي غرني او شاته پاتې ولایت دی چې تر اوسه یې له نورو ولایتونو سره نښلونکې لارې نه دي جوړې شوې او هرات یا کابل ته د ناروغانو لېږدول د دې ولایت د اوسېدونکو لپاره اسانه کار نه دی.

ورته مطالب