کابل کې د "سترګو" ډاکټرانو د ډاکټر په وهلو اعتراض کړی

د انځور حقوق Getty

کابل کې د سترګو د برخې ډاګټرانو نن کاري اعتصاب کړی. دوی ادعا کوي چې په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو د استازې ساتونکي د سترګو یوه کتنځي ته د ننه شوي ډاکټر او پلار یې وهلي او ډبولي دي.

په ولسي جرګه کې د تخار د خلکو استازې حبیبې دانش د ساتونکو له خوا د ډاکټر نجیب الله عثماني وهلو ټکولو ادعا د دې لامل شوه چې په ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو کې د سترګې د برخې څانګې د ناروغانو پر مخ وتړلې شي.

دلته د "نور" په نامه د سترګو روغتون دی، په لسګونو ناروغان دلته کتار ولاړ دي روغتون ته د ننه کېدو اجازه نه ورکول کېږي.

ډاکټران په یوه خونه کې را ټول شوي او د اعتراض په ډول یې له کار کولو لاس اخیستی.

له دغو ډاکټرانو څخه یو تن ډاکټر ضیاء الحق ضیا وايي، دوی له حکومت نه غواړي چې دا ډول زورزیاتی ته د پای ټکی کېږدي.

دلته په ولسي جرګه کې هم یو شمېر وکیلانو پر حبیبې دانش نیوکې وکړې. د پروان د خلکو استازی الماس زاهد: "دانش صاحبه له خپلو ساتونکو سره تللې او هالته درېدلې او ساتونکې یې وهل او ډبول کړي. له دانش صاحبې څخه هیله کوو چې خپل ساتونکي محکمې ته وسپاري پرته له دې چې کوم غږ او جنجال پورته شي."

د مېرمن دانش تیلیفون ګل دی او په دې بریالي نه شوو چې ورسره خبرې وکړو، خو هغې په غونډه کې له ځان نه دفاع کوله:

"کوم منطق اجازه ورکوي چې زه هالته لاړه شم او خپل ساتونکي ورواستم په کوم دلیل؟ که زه کومه ستونزه ولرم ولې امنیت، قضاء، څارنوالۍ، جنايي، او کورنیو چارو وزارت ته ولې نه ورځم، زه فکر کوم هغه ډاکټر صاحب چې ځان ته داسې یوه دوسیه جوړوي د یو داسې وکیل په اړه دې جوړه کړي چې ټوپک او وسله ولري چې ورسره وښايي، زه خو ساده ژوند لرم، زغره هم نه لرم کله ډېر ساتونکي لرم."

له دې مخکې هم په کراتو د وکیلانو د ساتونکو لخوا د پولیسو، ترافیکو، پلورنکو او د ګاډیو چلونکو پر وړاندې د زورزیاتي وېډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شوې دي.

ورته مطالب