یونما جومات کې برید د نړیوال بشري قانون خلاف عمل بللی

د انځور حقوق AFP
Image caption چاودنه کې ماشومان هم ټپيان شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر "یوناما" د ننګرهار په روداتو کې تېره ورځ د جمعې د لمانځه پر مهال په یوه جومات کې شوې بمي چاودنه غندلې ده. په دغه برید کې د جومات د ملا امام په ګډون څلور کسان وژل شوي او کابو اویا تنه نور پکې ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې په بریدونو کې د ولسي خلکو په لوی لاس په نښه کول په هېڅ ډول توجېه کېدای نه شي او دا یې د نړیوال بشري قانون خلاف عمل بللی دی.

د دې چاودنې مسؤولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی. وسله والو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او غندلی یې دی.

طالبان

وسله والو طالبانو ویلي د ننګرهار روداتو په یوه جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال هغه چاودنه پر دوی پورې اړه نه لري او دا چاودنه غندي، چې د ملا امام په ګډون لږترلږه څلور کسان پکې ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند رسنیو ته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا کار د ''دښمن د استخباراتي کړیو یا شریو عناصرو کار دی''.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، روداتو ولسوالۍ کې د ماین چاودنې لږترلږه څلور کسان وژلي او نژدې ۴۰ نور یې ټپیان کړي دي.

چاودنه د حصارک مزینه کلیوالې سیمې په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال شوې ده.

د ننګرهار ولایتي ویاند عطاء الله خوګیاڼي د پېښې په سیمه کې د بي بي سي خبریال ته وویل، په وژل شوو کې د جومات ملا امام او درې نور لمونځ کوونکي دي.

نوموړی وايي، ماین په ممبر کې ځای پرځای شوی و، چې د جمعې د لمانځه پرمهال وچاودېد.

د دې چاودنې پړه تر اوسه چا نه دنه منلې.

روداتو ولسوالۍ د جلال ابا دله ښار او کوټ ولسوالۍ سره نژدې پرته ده.

په ختیځ کې د بي بي سي خبریال وايي، روداتو کې د طالبانو د دوو قومندانانو ترمنځ اختلاف پیدا شوی، چې څو ورځې وړاندې یې د مخالف لوري ځینې کسان هم ووژل.

د انځور حقوق AFP
Image caption د روداتو د جومات چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې

په کوټ ولسوالۍ کې د "اسلامي دولت" ډلې جنګیالي فعال دي.

رودات ولسوالۍ د ننګرهار کوټ ولسوالۍ او جلال اباد ښار ته څېرمه ولسوالي ده.

ورته مطالب