"اسلامي دولت" د هسکې مېنې د پولیسو مشر وژلی

د انځور حقوق Getty
Image caption د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، په دغه برید کې د "اسلامي دولت" ډلې ۱۳ جنګیالي هم وژل شوي او اوه نور یې ټپيان شوي.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د "اسلامي دولت" ډلې جنګیالیو په یوه برید کې د هسکې مېنې د پولیسو مشر شاه محمد صافی او څلور نور پولیس وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل، برید د شنبې په ګهیځ (غبرګولی ۲۲) پیل شوی او د "اسلامي دولت" جنګیالي د هسکې مېنې د قومندانۍ ودانۍ ته ننوتلي دي.

دی وايي، په برید کې د ودانۍ د ننه شپږ نور پولیس ټپیان شوي دي.

د ښاغلي خوګیاڼي په وینا، په دغه برید کې د "اسلامي دولت" ډلې ۱۳ جنګیالي هم وژل شوي او اوه نور یې ټپيان شوي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

غزني کې ۸ طالبان وژل شوي

بل خوا، د کورنیو چارو وزارت ویلي په سوېلي غزني ولایت پولیسو د طالبانو د یوه برید مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي برید تېره شپه د غزني ګیلان ولسوالۍ کې وشو، چې لږترلږه د طالبانو ۸ جنګیالي پکې ووژل شول.

د انځور حقوق Getty
Image caption د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي برید تېره شپه د غزني ګیلان ولسوالۍ کې وشو، چې لږترلږه د طالبانو ۸ جنګیالي پکې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي، په برید کې درې طالب جنګیالي ټپیان شوي چې ځینې وسلې او چاودېدونکي توکي هم ترې لاس ته شوي دي.

په ویناپاڼه کې ویل شوي چې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

ورته مطالب