ولسي جرګې د ولسمشر ټاکنیز تقنیني فرمان 'رد' کړ

د انځور حقوق Getty

د افغانستان ولسي جرګې د ټاکنیز کمیسیون د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان د رایو په اکثریت سره رد کړ. که چېرې دغه فرمان تایید شوی وای، د غوراوي کمېټې د جوړښت او د ټاکنیز نظام د اصلاح لپاره به زمینه برابره شوې وه. په همدې حال کې افغان حکومت وايي، له نورو قانوني لارو به د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون او د ټاکنو د ترسره کولو لپاره زمینه برابره کړي.

د علني غونډې په رای اچونه کې ۱۲۶ وکیلانو دغه فرمان ته مخالفه او یوازې ۲۷ وکیلانو ورته موافقه رایه ورکړه.

ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي عبدالقادر ځاځي وطندوست وویل، د دغه فرمان صادرول د اساسي قانون له ۷۹ مادې سره مغایرت لري. نوموړي وویل، ولسمشر هله کولی شي تقنیني فرمان صادر کړي چې بېړنۍ اړتیا وي.

د نوموړي په وینا، د دغه فرمان د صادرولو پرمهال دا ډول کومه اړتیا موجوده نه وه:

''موږه دا ولې ردوو؟ د اساسي قانون ۷۹ مادې په ښکاره ویلي ولسمشر هغه مهال کولی شي تقنیني فرمان صادر کړي چې موږ په رخصتۍ کې یو. موږ چې د ټاکنو قانون لرو ، د دندو او صلاحیتونو د تشکیل قانون هم لرو، کوم ځای یې استجالیت درلود چې ولسمشر دوه ځلې فرمان ورکړ او په هغو کسانو فشار را وړي چې غواړي په کمیسیونونو کې ۵۰ \ ۵۰ ووسي.''

د دې پر وړاندې د بدخشان د خلکو استازې فوزیه کوفي له هغې ډلې څخه وه چې غوښتل یې دغه فرمان د بدلونونو په راوړلو سره تصویب شي.

په همدې حال کې افغان حکومت وايي، اوس چې د ولسي جرګې لخوا دغه فرمان رد شو، هڅه کوي له نورو قانوني لارو ټاکنیز کمیسیون او د شکایاتو کمیسیون د اصلاح او پارلماني ټاکنو د ترسره کېدو لپاره زمینه برابره کړي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د علني غونډې په رای اچونه کې ۱۲۶ وکیلانو دغه فرمان ته مخالفه او یوازې ۲۷ وکیلانو ورته موافقه رایه ورکړه.

په همدې حال کې د مدني ټولنې یو شمېر غړو د نن ورځې له سهاره د پارلمان دروازې مخې ته راغونډ شوي وو او له ولسي جرګې یې غوښتل، چې دغه فرمان تصویب کړي، ټاکنیزو کمیسیونونو کې اصلاح راشي خو دوی ته اجازه ورنه کړل شوه چې پارلمان ته ننوځي.

د ټاکنیز کمیسیونونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر اشرف غني دا دویم تقنیني فرمان دی چې د ولسي جرګې له خوا رد شو.

د دغه مجلس غړو ویل چې ټاکنیز کمیسیونونه د پنځو کلونو لپاره مشروعیت لري او باید راتلونکې پارلماني ټاکنې د دغو کمیسیونونو په وسیله ترسره شي.

خو د ملي یووالي حکومت اجرائیه مشر ټاکنیز کمیسیونه د ۲۰۱۳ کال د ولسمشریزو ټاکنو کې په پراخه درغلي تورنوي او په دغه کمیسیون کې پر بدلون ټینګار کوي.

د ولسمشر تقنیني فرمان د افغانستان ټاکنیزو بنسټونو د مسؤولینو د بدلولو لپاره لاره هواروي.

د دولت د اعلان پر بنسټ اټکل شوی چې پارلماني ټاکنې سږ کال په مني کې ترسره شي، خو څارونکي په دې باور دي چې وخت او امکانات محدود دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ټاکنیز کمیسیونونو د جوړښت، دندو او صلاحیتونو په اړه د ولسمشر اشرف غني دا دویم تقنیني فرمان دی چې د ولسي جرګې له خوا رد شو.

ورته مطالب