افغان حکومت: د اروزګان چارچینو له موږ سره ده

د انځور حقوق Getty

د افغانستان سوېلي اروزګان ولایت ځايي چارواکي هغه راپورونه ردوي، چې ګواکي ددغه ولایت چارچینو ولسوالي د وسلوالو طالبانو لاسته لوېدلي ده.

یو شمیر رسنیو د اروزګان د ولایتي شورا د مشر له خولې راپور ورکړي و، چې ګواکي ولسوالي تېره شپه وسلوالو طالبانو نیولې ده.

خو ددغه ولایت د سیمه ییزې ادارې ویاند دوست محمد نایاب ددغه راپورونه د رد تر څنګ مني، چې تېره شپه ددوی امنیتي ځواکونه د قومندانۍ د ودانۍ او یو شمیر امنیتي پوستو څخه په تکتیکي توګه را پرشا شوي دي.

نایاب وایي، له تېرو څلورو ورځو راهیسې په چارچینو ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده، چې د وسلوالو طالبانو د بریدونو د مهارولو لپاره سیمې ته ځانګړي کوماند ځواکونه رسېدلي دي.

نایاب همداراز وایي، وسلوال د چارچینو زوړ بازار ته هم ننوتي او له هټیو د مورچل کار اخلي.

د نوموړي په خبره د اروزګان ادارې د وسلوالو د ځپلو لپاره د هوایي ځواک د کارولو غوښتنه هم کړې.

که څه هم د اروزګان چارواکي د افغان ځواکونو د سرزیان په اړه څه نه وایي، خو راپورونه ښيي، چې دواړو غاړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې.

نایاب پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، په تېرو څلورو ورځو کې څه باندې ۱۰۰ وسلوال وژل شوي دي.

وسلوال طالبان بیا د ولسوالۍ د نیولو ادعا کوي.

د انځور حقوق Getty

ددغې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي وایي، د ولسوالۍ د ودانۍ ترڅنګ یې امنیه قومنداني او دوې نورې پوستې نیولې او افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلهې ادعا کوي.

ورته مطالب