چهلستون ماڼۍ، د کابل تر شل کلنې جګړې وروسته بیا جوړېږي

په کابل کې شاوخوا شپږ سوه کارګر او انجینران د یوې لرغونې ودانۍ په بیا رغاونې بوخت دي.

د کابل په لوېدیځ کې د چهلستون ماڼۍ چې له دوه پیړۍ ډیره مخینه لري د اویامې لسیزې د مجاهدینو خپلمنځي جګړو پرمهال ویجاړه شوې.

اوسمهال دغه ماڼۍ د اغا خان کلتوري بنسټ له خوا د جرمني په مالي مرسته بیا جوړېږي.

کاریګر په توده هوا، لوګي او خاورو کې په کار بوخت دي او د ودانۍ ستنې لوړوي. د چهلستون ماڼۍ د کابل په چهلستون سیمې په یوه باغ کې د اتلسمې پېړۍ په وروستیو کې د شاه زمان د واکمنۍ پرمهال چې دوه پیړۍ وړاندې راځي جوړه شوې وه.

دې ماڼۍ ته ډېرو پاچاهانو تګ راتګ درلوده. له عبدالرحمن خان، حبیب الله خان او امان الله خان نیولې تر نادر خان او ظاهرشاه او داود خان پورې دې ماڼۍ ته تلل راتلل.

د چهلستون د سیمې اوسېدونکي لکه د تېرې ورځې په څېر د دغه ماڼۍ د جګړو او ویجاړیو یادونه په زړه کې لري. دوی وايي، ماڼۍ له څو خواوو نه د راکټونو او توپونو تر برید لاندې راغله او ټول وسایل او مال یې په جګړو کې ښکېلو ګوندونو ته د وفادارو وګړو لخوا چور شول.

اوس افغان دولت د دې ودانۍ د بیا جوړونې تکل کړی دا ودانۍ جوړوي چې خلک ترې ګټه واخلي.

د لګښتي بودیجې په اړه یې څه نه وایي خو د اغا خان کلتوري بنسټ یې د جرمني په مالي مرسته د بیا جوړونې کار پیل کړی.

Image caption د آغا خان د کلتوري بنسټ د عملیاتي چارو مسوول عبدالعظیم صالح وایي ددغې ماڼۍ په شاوخوا کې یو کتابتون، د تیاتر یا نندارو یو سرخلاصی ځای، چایخونه، د ماشومانو د لوبو او د کورنیو لپاره یو تفریحي ځای جوړېږي.

د آغا خان د کلتوري بنسټ د عملیاتي چارو مسوول عبدالعظیم صالح وایي ددغې ماڼۍ په شاوخوا کې یو کتابتون، د تیاتر یا نندارو یو سرخلاصی ځای، چایخونه، د ماشومانو د لوبو او د کورنیو لپاره یو تفریحي ځای جوړېږي.

چهلستون ماڼۍ چې د کاڼو په یوې غونډۍ جوړه شوې په جوړښت کې یې د مرمرو له ډبرو، خښتو، سمټو او اوسپنې کار اخیستل شوی.

د دې ماڼۍ شمالي لوري ته د چهلستون عمومي سړک، سوېلې لور ته نهه برجه، ختیځ لور ته د منارغر او لوېدیځ لورته یې دارالامان دی.

په پام کې ده د دغې ودانۍ له ابادۍ سره یوځای به څو تفریحي او تعلیمي ځایونه هم په دې بڼ کې جوړ شي.

ورته مطالب