زاخېلوال: پاکستان لاهم تورخم کې د دروازې پر جوړولو کار کوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په پاکستان کې د افغانستان لوی سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي پرون ورځ چې پاکستان ورسره کومې ژمنې کړې وې، هغه يې پلي کړې نه دي او پر تورخم دروازه کار همغسې روان دی.

حضرت عمر زاخېلوال پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې که د پاکستان لخوا کار همداسې دوام ولري نو له خپلې دندې به استعفا وکړي.

د زاخېلوال په خبره پرون يې د پاکستان له پوځ او نورو لوړپوړو چارواکو سره په لیدنه کې په دې موافقه شوې وه چې تر ټولو لومړی به پاکستان د تورخم دروازې پر جوړولو کار بندوي او دا شخړه به د خبرو له لارې هواروي.

خو د ده په خبره پاکستان نن بیا پر تورخم دا کار یو وارې بیا داسې پېل کړ چې ګواکې پرون له ده سره په ليدنه کې په دې موافقه شوې ده. زاخېلوال وايي دغه خبر په کله ردوي.

حضرت عمر زاخېلوال په خبره، د پاکستان پوځ مشرتابه ته يې هم دغه پېغام استولی دی.

"نه یواځي دا چي د توقع خلاف تاسي کار نه دی درولی تر څو د خبرو د لاري حل ته فرصت ورکړئ بلکې په غلطه مو داسې ښودلې چې ستاسي د کار پیل زموږ د پرونیو خبرو پر اساس شوی".

Image caption عمر زاخېلوال وايي پاکستان خپلې ژمنې نه دې عملې کړې او د تورخم پر دروازه لا هم کار روان دی

د نوموړي په وينا، که چېرې پاکستان دغه کار و نه ځنډوي، د خبرو له لارې دا کړکېچ حل شي "دليل نه پاته کېږي چې خپلې دندې ته دوام ورکړي".

تردې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نفیس ذکریا د دغه وزارت د اونیزې خبري ناستې ته په خبرو کې وویل، پاکستان غواړي د خبرو له لارې د تورخم ستونزه هواره کړي او د همدې لپاره له افغان دولت سره په تماس کې دي.

تورخم کې لومړۍ نښته د تېري یکشنبې په ماښام هغه مهال پېل شوه چې پاکستاني سرتېرو غوښتل هلته يوه دروازه جوړه کړي.

د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو له امله په تېرو څو ورځو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله او زیان اوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د پاکستان ضد تبليغات او د تورخم شخړې په هکله وویل، "افغانان بل چا خطا کړي"، خو د کوم هېواد نوم يې وانه خیست.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې خبري ناسته کې وویل، پاکستان تل په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره هلې ځلې کړې او د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې هلته د سولې او ټيکاو لپاره پورته کېږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption د چارواکو په وينا پرون د دواړو غاړو تر منځ پر اوربند موافقه شوې وه

ورته مطالب