تورخم، جګړه او کړاو

Image caption د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ د جون پر ۱۲ د شپې ناوخته نښته پیل شوې وه چې درې ورځې وغځېده

که څه هم د افغانستان په يو شمېر سيمو کې جګړه روانه ده. خو د تورخم کیسه له نور افغانستانه بدله وه.

دغلته چې د افغان او پاکستاني پوله ساتونکو تر منځ د جون پر ۱۲ د شپې ناوخته کومه نښته پیل شوه او درې ورځې وغځېده تر ډېره یې په خواله رسنیو کې د ډېرو ځوانو افغانانو غبرګونونه وپارول، په يو شمېر جوماتونو کې ملایانو د "وطن د غزا" نوم ورکاوه او په اړه یې يو شمېر شعرونه او لنډۍ هم جوړې شوې.

تورخم کې جګړې څه پیښ کړل

د افغان پوله ساتونکو ځواکونو یو مشر ډګروال محمد ایوب حسین خیل چې د جګړې قومانده یې پر غاړه وه "وویل برید پاکستان وکړ ټانکونه یې راوستي وو او غوښتل یې د تورخم پر کرښه پوځي تاسسات جوړ کړي خو موږ غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ او موږ به له خپلې خاورې دفاع کوو"

د نښتو په څلورمه ورځ کابل خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې له خپلو سنګرونو دې په شا شي. د جګړې په نیت ورغلي پولیسو ملاتړي ځواکونه جلال اباد ته ستانه شول او دا د کابل او اسلام اباد د ډیپلوماټیکو هوکړو وروسته داسې کیدل، په دې نښتو کې درې افغان سرتیري وژل شوي او شل ټپیان دي.

Image caption د نښتو په څلورمه ورځ کابل خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې له خپلو سنګرونو دې په شا شي.

د پاکستان یو لوړ پوړی پوځي افسر په کې ووژل شو او رسمي شمېرو یې د څو تنو د ټپي کېدو ویلي وو، پاکستاني ځواکونو د اوربند له اعلان سره سم پر هغه دروازه بیا کار پیل کړ چې وايي په ډیورنډ کرښه یې د ترهګرۍ د کابو کولو لپاره جوړوي.

افغان پوله ساتو ځواکونو بیا پرې د کاربندولو غږ وکړ، ويل کېږي چې اوس کار بند شوی خو لانجه لا هم پر خپل ځای پاتې ده.

تورخم اړولی زیان

د اټکل له مخې په تورخم کرښه هره ورځ د ۱۵ زرو په شاو خوا کې خلک تګ راتګ کوي جګړو دغه شمېر خلک بند کړي، تر شپږمې ورځې لاره تړلې او هغو سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی چې خپل سوداګریز توکي له پاکستانه افغانستان او یا منځنۍ اسیا ته په دې لار وړي.

تېر ځل چې څلور ورځې دغه لاره بنده وه د افغانستان سوداګرۍ خونې ویلي وو، هره ورځ لس میلیونه ډالره زیان سوداګرو لیدلی، ما هغه موټرونه چې توکي یې د نښتو په ورځو کې هم لېږدول ولیدل.

دلته له محمد هاشم نومي یو تن سره مې خبرې وکړې هغه وویل د پاکستان په برید کې د دوي هټۍ په نښه شوط اوس دوي خپل توکي خوندي ځای ته لېږدوي.

د انځور حقوق
Image caption ويل کېږي د دغو نښو له امله دواړو غاړو ته ډېر زيان اوښی دی

پر کرښه مېشت خلک

تورخم کې د پاکستاني ګولیو بریدونو د غوړکۍ په سیمه کې دوه ماشومان هم ووژل او یوه مېرمن ټپي شوه.

د تورخم سوداګریز ښارګوټي ته مخامخ په یوه سپېره غونډۍ ګڼ کورونه دي دوي ډېر د لاس ګاډو مزدورۍ کوي.

زه دې کلي ته له اوربند یوه ورځ وروسته ورغلم د دوئ په کلي هم ګولۍ لګېدلې وې ډېر د بېوسو خلکو کورونه وو، دوي خپلې مېرمنې او ماشومان نورو سیمو ته د سر له وېرې لېږلي وو او په هر کاله کې یو یو سړی د کور د توکو ساتنې ته پاتې و.

دلته مې هغه سپین ږیری هم ولید چې ما ته یې د دې جګړې راتلونکی او یو بل اړخ رایاد کړ ویل یې، موږ د شینوارو قوم یوو زموږ نیم خلک له کرښې هاخوا او نیم دې خوا دي ځمکې او شتمنۍ مو ګډې دي، غم ښادي لرو، که دا کرښه تړل کېږي زموږ ژوند په منځ نيمېدلی شي.

Image caption د بي بي سي خبريال سيد عبدالله نظامي، سيمې ته ورغلی و