بريتانيا له افغانستان سره د نويو مرستو ژمنه کړې

د انځور حقوق MINISTRY OF FINANCE
Image caption بریتانیا د افغانستان لپاره یو ستر مالي مرسته کوونکی بلل کېږي

د بریتانیا د نړیوالو پرمختیايي چارو وزیر کابل ته د خپل سفر پر مهال له افغانستان سره د نوې مالي مرستې اعلان کړی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دغه ۲۵ میلیونه ډالره مرسته د راتلونکو اوو کلونو لپاره په پام کې نیول شوې ده.

ویل شوې دغه پیسې به د کار او بار د حقوقي سمونونو، د پانګونکو د خوندیتوب حقونو، د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو د پرمختیا او د ښخو د اقتصادي پیاوړتیا په برخو کې ولګول شي.

د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د بریتانیا د نړیوالو پرمختیايي چارو وزیر ډزمونډ سویني سره یوې ګډې خبري غونډې وويل "موږ هم له دوی سره ژمنه کوو هغه مرستې چې دوی کوي د روړنتیا او حساب ورکولو په اړه دې ډاډه اوسي"

ښاغلي حکيمي زياته کړه "دغه پیسې به د ټاکل شویو موخو لپاره ولګول شي پرته له دې چې ناوړه ګټه ترې واخیستل شي او یا هم په کې درغلي او فساد وشي".

بریتانیا د افغانستان لپاره یو ستر مالي مرسته کوونکی بلل کېږي. چې په تېرې شاوخوا یوې لسیزې کې یې له افغانستان سره نژدې څلور میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

ښاغلي ډزمونډ له افغان چارواکو سره د لیدنې پر مهال له افغانستان سره د مرستو د پراختیا ژمنه وکړه.

له ۲۰۰۸ کال راهیسې د دغه پروګرام له لارې ۲۷،۲ میلیونه پونډه مرسته شوې چې شاوخوا ۱۹۰۰۰ کاري زمینې یې رامنځ ته کړي دي.

ورته مطالب