"پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو نېټه شپږ میاشتې نوره غځولې"

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان کې یو نیم میلیون راجسټر شوي او یو میلیون نور ناراجسټر افغان کډوال ژوند کوي.

اسلام اباد کې حکومتي او د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ سرچینو بي بي سي ته ویلي، د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدو نېټه شپږ میاشتې نوره غځولې. نوې موده د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې په ۳۱مه پایته رسېږي.

سرچینو ویلي، د پاکستان حکومت دا پرېکړه به په څو ساعتونو کې په رسمي توګه اعلان شي. د پخوانۍ هوکړې له مخې، سبا پنجشنبې (جون ۳۰مه) په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو قانوني نېټه پایته رسېده.

پاکستان کې لاهم یو نیم میلیون راجسټر شوي او یو میلیون نور ناراجسټر افغان کډوال د کډوالۍ ژوند تېروي.

که څه هم تراوسه پاکستاني چارواکو دا نه دي ویلي چې ایا دلته مېشت ناراجسټر افغان کډوال به ثبتوي کوي که نه، خو هلته ناراجسټر افغان کډوال وایي د ژوند اسانتیاوې یې په نشت حساب دي.

په دې وروستیو کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګراندي افغانستان، ایران او پاکستان ته په خپل سفر کې ویلي و چې افغان کډوال له نظره لوېدلي او مرستو ته اړتیا لري.

ګراندي پاکستان ته په سفر کې له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و چې پاکستان چارواکو ورته د افغان کډوالو د اوسېدو مودې غځولو یا نه غځولو په اړه څه نه دي ویلي.

افغان کډوال چې له تېرو شاوخوا درې نیمو لسیزو راهیسې د پاکستان په خیبر پښتونخوا، بلوچستان، سند او پنجاب ایالتونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.

دوی وايي، وړاندې به یوازې پولیسو ځورول، خو اوس د عامو پاکستانیانو لخوا پرې هېواد ته د ستنېدو فشار ډېر شوی دی او ډېری کورنۍ اړ کېږي افغانستان ته ستانه شي.

Image caption پاکستان کې د افغان کډوالو پرضد لاریون کوونکو له افغانانو وغوښتل چې خپل هېواد ته ستانه شي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال تېره ورځ د پاکستان تحریک انصاف له مشر عمران خان سره هم په همدې تړاو ملاقات کړی و او له هغه غوښتي و چې په پښتونخوا کې چې دده د ګوند ایالتي حکومت دی، هلته دي د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د ځورولو مخه ونیسي.

د روانې جون میاشتې په پیل کې پاکستان په سرحدي ښارونو کې د افغان کډوالو د وېزو په اړه لټون پیل کړ او یوازې هغه کډوال پرېښودل چې راجستر شوي و.

همداراز په دې وروستیو د تورخم پر پوله د تاسیساتو جوړولو پر سر د افغانستان او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ تر نښتې وروسته، پاکستاني چارواکي هغه افغانان نه پرېږدي چې پاکستان ته واوړي چې د سفر قانوني اسناد ونه لري.

ورته مطالب