افغانستان کې بېلابېلو دولتي بنسټونو کې د ښځو شمېره اعلان شوه

د انځور حقوق Getty
Image caption په پلازمېنه کابل کې، ۷۸ سلنه ښوونکې، ښځې دي.

د افغانستان ولسمشر ماڼۍ ویلي، ددې هېواد د ټولو ښوونکو ۳۳ سلنه ښځې دي او په دې هېواد کې د ښځینه قاضیانو شمېر هم ۲۴۰ کسانو ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه نجونې په ښوونځیو کې پر زده کړو بوختې دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت ویلي، ددې وزارت د شمېرو له مخې، په دې هېواد کې نژدې ۸،۵ میلیونه زده کوونکي، ۱۷۰ زره ښوونکي او نژدې ۱۶ زره ښوونځي شته.

د پوهنې وزارت د کارکوونکو شمېره ۹۲ زره کسانو ته رسېږي.

په پلازمېنه کابل کې، ۷۸ سلنه ښوونکې، ښځې دي.

د انځور حقوق Getty
Image caption په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه نجونې په ښوونځیو کې پر زده کړو بوختې دي.

په دې راپور کې ویل شوی، د پولیسو په لیکو کې ۱۳۰۰ ښځې کار کوي او ۲۰۰۰ د افغانستان دفاعي ځواکونو غړیتوب لري.

په ټول افغانستان کې ۳۷۰۰ ښځینه ډاکټرانې شته او د ۸۰۰ اقتصادي فعالیتونو مشري هم ښځې کوي.

په ټول افغانستان کې ۲۴۰ ښځینه قاضیانې په قضایي ارګانونو په دنده بوختې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د شمېرو له مخې، د افغانستان پوهنې وزارت ۲۸ سلنه کارکوونکي هم ښځې دي.

۴ پېغلې نجونې ددې هېواد په ملي ارکستر کې دي او سلګونه ښځینه ورزشکارانې په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي.

په سیمه ییزه کچه هم ښځې د ۳۵ سلنه پراختیایي بنسټونو مشري کوي چې په ولسوالیو کې دا شمېره ۳۳ سلنې ته راټیټیږي.

د انځور حقوق Getty
Image caption سلګونه ښځینه ورزشکارانې په نړیوالو لوبو کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي.

په ولایتي کچه ۳۲ ولایتونو کې د ښځو چارو ریاست مشري ښځې کوي.

په ملي کچه د افغانستان ولسي جرګې ۲۸ سلنه څوکۍ د ښځو په واک کې دي او د سنا مجلس ۱۷ څوکۍ هم ښځو ته ځانګړې شوي دي.

د دې هېواد د پارلمان له ټولو ۲۴۹ غړو ۶۸ ښځې دي.

د افغانستان سوېل لویدیځ نیمروز نه د پارلمان ټول غړي ښځې دي او هېڅ نارینه نه دی توانېدلی پارلمان ته لاره ومومي.

د افغانستان دولت ویلي، ټاکل شوې تر ۲۰۱۸ کال پورې ۳۰ سلنه دولتي پوسټونه ښځو ته ورکړل شي.

د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې ۳۶ سلنه ښځو ونډه اخستې وه.

د افغانستان د عمومي خدمتونو ۲۲ سلنه کارکوونکي ښځې دي.

ورته مطالب