د حراست او ثبات شورا نیوکې ته د افغانستان حکومت غبرګون

Image caption عمر داوودزی: مصلحتي حکومت یو کال، دوه کاله وي، نه دا چې ټول عمر.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي سره په خبرو کې د حراست او ثبات شورا د سیاسي دفتر رییس عمر داودزي نیوکو ته په غبرګون کې وویل؛ هغه کسان چې د ملي یوالي حکومت د مودې په اړه داسې څرګندونې کوي، "له اساسي قانون نه سم درک" نه لري.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه؛ "د افغانستان اساسي قانون د ولسمشر د کار موده او د ولسمشریزو ټاکنو وخت په څرګندو ټکو بیان کړې؛ بهتره ده چې ښاغلی داودزی یو ځل اساسي قانون ته مراجعه وکړي."

ښاغلي داودزي تېره ورځ (سرطان/ چنګاښ ۷مه) په یوه خبري ناسته کې د ملي یووالي حکومت "مصلحتي او مېلمه" یاد کړ او ویې ویل چې نه شي کېدای یو مصلحتي حکومت د تل لپاره د منلو وړ وګرځي.

هغه د یوه متل په یادولو سره چې مېلمه د تل لپاره نه وي وویل؛ "مصلحتي حکومت یو کال، دوه کاله وي، نه دا چې ټول عمر. دوه کاله بس دی."

ښاغلي داودزي د پیغور په ډول د ملي یووالي حکومت مشرانو ته په اشارې سره وویل، "که په حل لارې نه پوهېږئ، ناتوانه یاستئ، تجربه یې نه لرئ، مېلمه یاستئ، له موږ نه مرسته وغواړئ، موږ مو مرسته کوو."

د ښاغلي داودزي اشاره د اساسي قانون بدلون لپاره د لویې جرګې ترسره کېدو ته ده چې د ملي یووالي حکومت مشرانو په سیاسي هوکړه لیک کې راغلي، خو تراوسه یې د چمتووالي ګامونه نه دي پورته شوي.

ددې هوکړې له مخې، ټاکل شوې وه د ملي یووالي حکومت تر جوړېدو وروسته، اساسي قانون کې د بدلون لپاره لویه جرګه راوبلل شي او دا امکان برابر کړی چې د اجراییه ریاست پوست پر لومړي وزیر بدل کړي.

خو په ۱۳۹۴ کال کې د پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو په ځنډېدو سره، تراوسه د اساسي قانون د تعریف له مخې د لویې جرګې موکه برابره شوې نه ده.

د اساسي قانون د تعریف له مخې، لویه جرګه د پارلمان د دواړو جرګو له غړو، د ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو له مشرانو جوړه ده. اوس چې د پارلماني ټاکنو له وخت نه یو کال تېر شوی لا هم ولایتي شوراګانې نه شته.

د ملي یوالي حکومت په پیل کې د حراست او ثبات شورا ډېر غړي د دغه حکومت پلویان وو خو د تېر کال په قوس/ لیندۍ میاشتې په ۲۷مه یې "د نظام د اصلاح" په موخه دا شورا جوړه کړه او په دې وروستیو میاشتو کې د ملي یووالي حکومت پر وړاندې انتقادي دریځ نیولی دی.

جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف، د کرزي په حکومت کې د ولسمشرۍ لومړی مرستیال محمد یونس قانوني، د اقتصاد پخوانی وزیر عبدالهادي ارغندیوال، د دفاع پخوانی وزیر بسم الله محمدي، د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي، د اوبو انرژۍ پخوانی وزیر محمد اسماعیل خان، د کورنیو چارو پخوانی وزیر محمد عمر داودزی او یو شمېر نور جهادي مشران ددې شورا غړي دي.

ورته مطالب