د بامیانو ولایت ویاند: د طالبانو یو مهم قومندان نیول شوی

د انځور حقوق f

د افغانستان د مرکزي ولایت بامیانو سیمه ییزو چارواکو د طالبانو ډلې یوه مسوول د نیول کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا سړی د طالبانو یو له "خطرناکو" قومندانانو دی.

د بامیانو د والي ویاند عبدالرحمان احمدي بي بي سي ته وویل؛ نیول شوی کس ملا بصیر نومېږي او تېر ماښام د بغلان ولایت "دوآب میخ زرین" په سیمه کې نیول شوی او اوس د ملي امنیت په بند کې دی.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، ملا بصیر تر دې وړاندې د طالبانو د کلیدي غړي په توګه په بغلان، بامیانو او ان په کندوز کې په ناامنیو کې فعاله ونډه لرلې او په دې وروستیو کې په بامیانو کې د طالبانو عمومي قومندان ټاکل شوی و.

د بامیانو ولایت ویاند وویل، ملا بصیر د اختر په ورځو کې بامیانو کې د ډېرو تخریبي فعالیتونو ترسره کولو هوډ درلود چې په نیول کېدو یې ټول پروګرامونه خنثی شوي دي.

ښاغلي احمدي وویل، ملا بصیر د بامیانو په ختیځ کې څو اونۍ وړاندې د پولیسو پر یوې پوستې په برید کې چې درې پولیسو پکې ووژل شول، د سړک غاړې چاودنو او بامیانو کې د طالبانو نورو پوځي فعالیتونو کې مهمه ونډه لرلې ده.

هغه زیاته کړه، د طالبانو دغه قومندان په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې د کهمرد ولسوالۍ پخواني ولسوال هادي سیغاني په وژلو کې یې لاس درلود، که څه هم د ښاغلي سیغاني دوه ساتونکي د هغه د وژلو په تور ونیول شول او همداراز حکومتي چارواکو وویل طالبان د هغه وژلو کې ښکېل نه دي.

د بامیانو ولایت ویاند د طالبانو دغه مهم غړي نیول کېدل په دغه نسبتا ارام ولایت کې د امنیت ټینګښت کې ددې ولایت لپاره "مهمه او لویه لاسته راوړنه" وبلله او ویې ویل چې دا په بامیانو کې د طالبانو ټولو تخریبي پروګرامونو د خنثی کېدو په معنا ده.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

Image caption بامیان افغانستان کې نسبتا د ارامو ولایتونو په ډله کې دی.

بامیان د افغانستان له نسبتا ارامو ولایتونو دی چې طالبان نه دي توانېدلي هلته فعال او څرګند حضور ولري، خو په وروستیو کلونو کې په ځینو ختیځ سیمو کې یې لکه بغلان سره پر پوله ددې ډلې د ځینو فعالیتونو راپورونه ورکړل شوي.

ورته مطالب