له بغلان نه بامیانو ته د برېښنا مزو غځولو هوکړه وشوه

د انځور حقوق arg

د افغانستان برېښنا شرکت او اسیایي بانک ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، ټاکل شوې دغه بانک د بغلان له دوشي ولسوالۍ نه تر بامیانو پورې د برېښنا مزو غځولو لګښت ورکړي.

ددې طرحې د لګښت اندازه لا څرګنده هه ده، خو د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني کابل کې ددې هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې وویل، ټاکل شوې چې د بامیانو برېښنا د ګاونډیو هېوادونو له وارداتي برېښنا تامین شي.

هغه ددې طرحې د مشخصاتو په اړه وویل، د برېښنا دا ۲۲۰ کیلو ولټه مزي له دوشي تر بامیانو غځول کېږي چې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا ظرفیت لري.

ښاغلي عثماني زیاته کړه، ټاکل شوې د ۳۲ میګا ولټه امپیر سټېشن او د برېښنا وېشلو ۲۰ کیلو ولټه یوه شبکه چې ۲۰ زره کورنیو ته د برېښنا برابرولو ظرفیت لري، هم په بامیانو کې جوړه شي.

د برېښنا شرکت رییس قدرت الله دلاوري په دغو مراسمو کې وویل، ددوی تخنیکي پلاوی دوشي ولسوالۍ او بامیانو ته تللی او په بامیانو کې د برېښنا سټېشنونو لپاره درې سیمې مشخصې شوي، خو تراوسه یې په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

هغه وویل، لومړنیو ارزونو د بامیانو مرکز ملایان سیمه مناسبه بللې او ددې طرحې چارې د الماني شرکت فیشنر تر تایید او د سیمې د ملکیت تر تثبیت وروسته د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۱۵ مه پیلېږي.

هغه وویل، ټاکل شوې چې فیشنر شرکت ددې طرحې پلې کېدو په موخه د داوطلبۍ لپاره اسناد د ۲۰۱۶ کال د اګست له نیمایي تر اکتوبر پورې چمتو کړي او د اکتوبر تر نیمایي ګټونکی شرکت څرګند شي.

دلاوري وایي، په پام کې ده چې ددې طرحې کار د ۲۰۱۷ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې پیل او د ۲۰۱۸ کال تر نیمایي بشپړ شي.

ښاغلي دلاوري وویل، دا مزي د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد وړتیا لري چې د هغو مزو له ظرفیت سره برابر دی چې اوسمهال د سالنګ له لارې کابل ته برېښنا لېږدوي.

د ثور/ غویي په ۱۱ مه د افغانستان حکومت د کابینې تر پرېکړې وروسته چې له ترکمنستانه د واردېدونکي ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي دې د بامیانو پرځای د سالنګ له لارې وغځول شي، اعتراضونه راوپارول چې په لړ کې يې حکومت یوه کمیسیون ته دنده ورکړه چې دواړه لارې وارزوي.

دغه کمیسیون د کابینې پرېکړه تایید کړه او ورپسې د برېښنا شرکت د سالنګ له لارې ددې طرحې عملي کولو ګامونه پورته کړل، خو معترضینو خپل اعتراض ته دوام ورکړ.

ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی چې بامیانو ته د برېښنا رسولو لپاره، د برېښنا نور مزي د ۲۲۰ کیلو ولټه په ظرفیت چې د ۳۰۰ میګاواټه برېښنا د لېږد وړتیا ولري، له پلخمري ښار څخه د دره شکاري له لارې بامیانو ته وغځول شي.

ورته مطالب