کندوز کې د بې پیلوټه الوتکې برید کې پنځه طالبان وژل شوي

د افغانستان په شمالي ولایت کندوز کې امنیتي چارواکي وایي، تېره ورځ د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د طالبانو یو قومندان له خپلو څلورو ملګرو سره وژل شوی دی.

د افغانستان په شمال کې د پولیسو ۸۰۸ سپین زر زون ویاند محفوظ الله اکبري بي بي سي ته وویل، قومندان ګل خان چې په خنجر مشهور دی، تېره ورځ (جوزا/غبرګولي ۳۱مه) مازدیګر مهال د امام صاحب ولسوالۍ وژل شوی.

اکبري وویل، دا وسله وال په داسې حال کې بې پیلوټه الوتکې په نښه کړل چې د مغل قشلاق سیمه کې پر "ترهګریزو فعالیتونو" بوخت وو.

سیمه ییزو چارواکو تېره ورځ هم د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د اتو طالبانو د وژل کېدو خبره کړې وه.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب