پولیسو ننګرهار کې ۹ کسان د دولت ضد تبلیغاتو په تور نیولي

Image caption په غویي میاشت کې د ننګرهار ۳۱ محصلين د حکومت ضد فعاليتونو په جرم د بند په سزا محکوم شول.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکي وايي "پولیسو د دیني عالمانو د سپارښتنې پر بنسټ نهه کسان د دولت ضد تبلیغاتو په تور نیولي دي."

د ننګرهار د پولیسو ویاند حضرت حسین مشرقیوال وايي دغه کسان په جلال اباد کې تېره ورځ (سرطان/ چنګاښ لومړۍ) نیول شوي او اوس د ترهګرې ضد ادارې کې تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دي.

هغه وویل، نیول شویو کسانو په ښار کې د اېښودل شویو کمپیوټرونو له لارې "غیراخلاقي فلمونه او د دولت ضد تبلیغاتي فلمونه" د خلکو ټیلفونو ته لېږل.

ښاغلي مشرقيوال وویل دا لړۍ به همداسې روانه وي او له دې وروسته به نور هغه کسان هم ونیول شي، چې په خلاص مټ د دولت د مخالفینو په ګټه تبلیغات کوي.

د ۲۰۱۶ میلادي کال په وروستیو میاشتو کې په دغه ولایت کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې د راډیو له لارې د دولت پرضد تبلیغات کول او ځوانان یې هڅول چې ددوی لیکو سره یوځای شي.

دا راډیو په فبروري میاشت کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ویجاړه شوه.

په دې وروستیو کې د افغانستان حکومت د مخالفینو په ګټه د تبلیغاتو مخنیوي لپاره خپلې هڅې ډېرې کړې دي.

څه موده وړاندې د افغانستان څارګرې ادارې په کابل کې د چارو یو شنوونکی د دولت په مخالفت د خبرو د تور له امله نيولى و، چې وروسته خوشي شو.

د روان ۱۳۹۵ کال په غویي میاشت کې د ننګرهار ۳۱ محصلين د حکومت ضد فعاليتونو په جرم د بند په سزا محکوم شول.

ورته مطالب