بغلان کې ملي امنیت د پولیسو له رنجره د طالبانو قومندان نیولی

Image caption بغلان تېر کال د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د یو لړ خونړیو جګړو شاهد و.

د بغلان والي عبدالستار بارز بي بي سي ته وویل، د ملي امنیت ریاست منسوبینو د طالبانو پوځي مسوول قاري ظاهر د بغلان په خنجان سیمه کې په داسې حال کې نیولی چې د پولیسو په رنجر کې د درملنې لپاره کابل ته روان و.

هغه دې ته په اشارې سره چې د افغانستان ډېر شمېر امنیتي سرتېري د طالبانو دغه قومندان په برید کې وژل شوي، وویل، هغه د شمال ختیځ سیمو په جګړو کې فعاله ونډه لرله.

د ښاغلي بارز په خبره، قاري ظاهر نن سهار شاوخوا ۳ بجې (سیمه ییز وخت) د پولیسو په یوه موټر کې وپېژندل شو چې ډېره اندازه وسلې او مهمات یې هم پکې لېږدېدل.

هغه د موټر د سپرو د هویت په اړه وویل، په دې تړاو څېړنې روانې دي چې وروسته به له رسنیو سره معلومات شریک شي.

ښاغلي بارز هیله وښوده چې د طالبانو له دې قومندان نه په څېړنو سره "د افغانستان د خلکو دښمنې" شبکې چې د هغه په وینا د "پنځمې ستنې" به توګه ترې یادونه کېږي، افشا شي چې دقیقا کوم کسان ددغې "تورې شبکې" غړیتوب لري.

د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني بي بي سي ته وویل، قاري ظاهر په بغلان ولایت کې په وروستي کال کې د ټولو ترسره شویو جنایتونو مسوول دی.

هغه وویل چې د طالبانو دغه قومندان د سرخ کوتل سیمې په جګړه کې په هوایي برید کې ټپي شوی و.

ښاغلي محسني ادعا وکړه چې "نظام کې دننه افراد او اشخاص شته چې له طالبانو او ترهګرو سره همکار دی، دې کسانو د کورنیو چارو وزارت په موټر کې چې پرې لیکل شوي د میدان وردګو پولیسو، غوښتل چې لومړی مرکز او بیا نامعلوم ځای ته ولېږدوي، چې د ملي امنیت لخوا ونیول شو."

هغه وویل چې قاري ظاهر نن د بغلان په ملي امنیت ریاست کې خبریالانو او خلکو ته وښودل شول.

ښاغلي محسني زیاته کړه، کومو کسانو چې د طالبانو دغه قومندان لېږداوه د پولیسو یونیفورم یې پر تن و. هغه له دولته وغوښتل چې دا موضوع په سمه توګه وڅېړي.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، بغلان کې د طالبانو پوځي مسوول قاري ظاهر د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

ددې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، ظاهر ددې ډلې له کلیدي غړو و چې څو ورځې وړاندې د بغلان په چشمه شېر سیمه کې د افغانستان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ټپي شوی و.

کورنیو چارو وزارت ویلي، قاري ظاهر نن سهار (یکشنبې جوزا/غبرګولي ۳۰مه) کله چې غوښتل یې په یوه موټر کې د درملنې لپاره ځان کابل ته ورسوي، د بغلان په دوشي ولسوالۍ کې پولیسو ونیوه.

دغه وزارت ویلي، قاري ظاهر په بغلان کې د "ترهګریزو بریدونو" په طرحه او عملی کولو کې فعاله ونډه لرله.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې کوم موټر چې د طالبانو دغه قومندان پکې سپور و، د افغانستان د پولیسو اړوند و، خو تراوسه دولتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

همداراز په ورڅېرمه کندوز ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ناټو په هوایي برید کې د اته طالبان وژل شوي دي.

د افغانستان په شمال ختیځ کې د پامیر ۲۰ فرقې ویاند غلام حضرت کریمي ویلي، دا برید هغه مهال وشو چې طالبانو غوښتل د افغانستان امنیتي ځواکونو پر یوه مرکز برید وکړي.