طالبانو هلمند کې له لویې لارې "۲۷ مسافر" تښتولي

د افغانستان په سوېل هلمند ولایت کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې طالبانو د هرات – کندهار پر لویه لاره یو مسافر وړونکی بس موټر او دوه ټیلر دروي او ۲۵ سپاره یې له ځانه سره وړي دي.

طالبانو ویلي چې دوی "۲۷ کسان نیولي دي."

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بي بي سي ته وویل، دا پېښه نن سهار (سرطان/ چنګاښ لومړۍ نېټه) شاوخوا ۴ بجې د ګرشک ولسوالۍ مهاجر بازار سیمه کې رامنځته شوې.

هغه وویل، د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۸ مسافر چې په دې موټرو کې سپاره وو خوشي شوي، خو طالبانو لږ ترلږه ۲۵ کسان ځان سره وړي دي.

د ښاغلي ځواک په وینا، د افغانستان امنیتي ځواکونه د پېښې سیمې ته رسېدلي او هڅه کوي د تښتول شویو کسانو موقعیت معلوم کړي ترڅو یې د خوشي کولو لپاره عملیات ترسره کړي.

د هلمند د والي ویاند د معلوماتو له مخې دا مسافر له هرات نه کابل پر لور روان و. هغه وویل، د تښتول شویو کسانو د هویت په اړه لا معلومات نه لري.

طالبانو د یوې خبرپاڼې له لارې ویلي، دوی تېره شپه د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې له درېیو بس موټرو "مشکوک کسان" ښکته کړي.

دې ډلې ویلي، دوی د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دا موټر درولي او "وروسته له لومړنیو معلوماتو بس موټرو او باقي سورلیو ته د تګ اجازه ورکړل شوې"، خو ۲۷ تنه هغه کسان چې زموږ د معلوماتو په اساس د کابل ادارې د امنیتي ارګانونو پورې تړاو لري، د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره یو مصوون ځای ته انتقال شوي دي."

دا په تېرو درېیو اونیو کې درېیم ځل دی چې طالبان له لویو لارو له موټرو سپرلۍ ښکته کوي او تښتوي.

د غبرګولي په ۱۱مه هم د کندوز – بغلان پر لویه لاره طالبانو ۳۵ مسافر برمته کړل او له هغې یې لږترلږه ۱۲ تنه په ډزو ووژل. د همدې میاشتې په ۱۹ مه یې بیا هم کندوز کې ۱۷ مسافر وتښتول.

طالبانو ددې تښتونو مسوولیت منلی خو ویلي یې دي چې دوی د افغانستان امنیتي سرتېري په نښه کوي.

د افغانستان حکومت وایي، پر لویو لارو د مسافرو له تښتولو د طالبانو هدف قومي مخالفتونو ته لمن وهل دي.

ورته مطالب