اووه ميليونه افغانان کډوال دي

د انځور حقوق AP
Image caption افغانستان د هغو هېوادونو نوملړ کې چې په نړۍ کې ډېر شمېر کډوال لري دويم ځای لري

نن د کډوالو نړيواله ورځ ده، افغانستان د اوو ميليونو کډوالو په لرلو سره د نړۍ دويم هېواد دی چې اوسېدونکي يې په نورو هېوادونو کې کډوال لري.

په منځني ختيځ کې سیاسي او پوځي نا کراريو او په ځانګړي ډول اروپا ته د سوري کډوالو جوپې د افغانانو لپاره د کډوالۍ شرايط خورا محدود کړي. تر ډېره پورې افغان پناه غوښتونکو ته د اقتصادي کډوالو په سترګه ځکه کتل کېږي چې خپل هېواد يې د يوې ښې راتلوونکې جوړولو لپاره پراېښی دی.

په ملګرو ملتونو کې د کډوالو چارو عالي کمشنرۍ له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو د حالت په اړه دې کوټلي ګامونه واخلي او دغه هېواد دې نه هېروي.

نږدې دوه مياشتې يې له ډېرو ستونزو او کړاونو سره اروپا ته کړکيجنه غځېدلې لاره تر ګامونو لاندې کړه چې په زړه کې پروت د هوسا ژوند ارمان يې ترسره شي.

آرین ۲۸ کلن افغان ځوان و چې آخر يې هم ځان تر سلګونو هغو نورو کډوالو د جرمني يوه پنډغالي ته ورساوه او هلته مېشت شو.

هغه وايي ستونزو دومره په سر اخیستی و، چې ذهني ناروغي ورته پیدا شوه او دې ته اړ شو چې خپله يې هېواد ته د بېرته تلو پرېکړه وکړه.

نوموړی وايي "په جرمني شرایط ډېر ‌ذيق وو دوئ دوه ګونی چلند کاوه. له سوریایانو سره یې ډېرې مرستې کولې، درسونه يې وېل، هر څه يې لرل".

"افغانانو سره هېڅ هم نه کېدل، ټول افغانان نه شم ښودلی خو اکثرو ته يې ذهني تکلیفونه پیدا شول. موږ د دې لپاره بېرته خپل هېواد ته راغلو چې له جرمني مو خپل افغانستان ښه دی"

د انځور حقوق AP
Image caption د کډوالو چارو عالي کمشنرۍ د شمېرو له مخې يوازې په تېر یوه کال کې نږدې ۲۱۵ زره افغانانو اروپايي هېوادونو ته د پنا غوښتنليکونه ورکړي

د ارين په وينا حکومت ورته یوازې هغومره پيسې ورکولی چې ځان ته پرې څه پاخه کړي او يې خوري.

ارين ښايي تر نورو هغو انسانانو نېکمرغه وي چې اروپا ته د لارې په اوږدو کې نيمه خوا شول او ژوند يې له لاسه ورکړ.

په تېرو دوو کلو کې د نړۍ له ګوټ ګوټ زرګونه کډوال د يونان او مديترانې په اوبو کې ډوب شول چې يوه برخه يې افغانان هم ول.

د کډوالو په پنډغالو کې يوه موضوع چې تر ټولو پرې ډېر بحث کېږي، کډوالو ته د پنا غوښتلو د حق لومړيتوب دی، په سوریه کې جګړه ییز حالت چې هره ورځ له جګړې څخه د بې کوره شویو سوري کډوالو په شمېر کې د زیاتوالي لامل کېږي دغه موضوع د نړيوالو رسنيو د سر خبر دی.

اوسمهال په ملګرو ملتونو کې د کډوالو ادارې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان هېر نه کړي.

کډوالو ته د لومړيتوب د درجه بندۍ له مخې سوريه لومړی، افغانستان او عراق دويم او درېیم ځای لري.

په ملګرو ملتونو کې د کډوالو چارو عالي کمشنرۍ د شمېرو پر بنسټ يوازې په تیر یوه کال کې نږدې ۲۱۵ زره افغانانو اروپايي هېوادونو ته د پنا غوښتنليکونه ورکړي دي.

په کابل کې د همدې ادارې وياند نادر فرهاد بي بي سي ته د دې پخلی وکړ چې په اروپا کې افغان کډوالو ته هغسې پام نه کېږي، لکه چې د نورو هغو هېوادو کډوالو. هغه وايي دې حالت په کتو لاهم د هغو افغانانو شمير لوړ دی چې د پنا غوښتنې په هڅه کې دي.

نوموړی وايي، په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې ۲۱۵ زره کډوال هغه کسان دي، چې په زياترو اروپایې هېوادو کې یې د پنا غوښتنه کړې ده. په ۲۰۱۶ کال هم تر اوسه پورې لږ تر لږه ۴۰ زرو ډېرو د پنا غوښتنه کړې وه.

د انځور حقوق Italian navy via AP
Image caption اروپا ته پر لار يو شمېر افغان کډوالو د کښتيو ډوبېدو له امله هم خپل ژوند له لاسه ور کړی دی

د ښاغلي فرهاد په وینا "په ۲۰۱۵ کال کې د ۶۰ زرو په شاوخوا کې افغانانو په داوطلبه توګه له ايران او پاکستانه د راستنېدو غوښتنه کړې وه، خو سږ کال، چې د کال په نيمایي کې قرار لرو تر اوسه د ۷ زرو په شاوخوا کې افغانانو په داوطلبه توګه د بېرته ستنېدو غوښتنه کړې، چې دا خپله د بېرته راستنېدو په برخه کې پام وړ بدلون ښيي."

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي هغه شمېر افغانان چې اروپا ته ځي د افغانستان حکومت ته هم درنه تمامه شوې، چې اوسمهال له اروپايي هېوادو سره د کډوالو د حالت په اړه خبرې اترې روانې دي.

خو له دغو اندېښنو سره سره بیا هم د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وايي په ۲۰۱۶ کال د افغان کډوالۍ په کچه کې کموالی راغلی دی.

نوموړی وايي، "د ۲۰۱۵ کال په پرتله په ۲۰۱۶ کال کې د مهاجرينو وضيعت تغير کړی، د هغو کسانو په اړه چې بهر ته ځي د پام وړ کموالی وينم".

ښاغلی بلخي دا يو ښه خبر بولي، او وايي "د دې شاهد يم، چې زمونږ هېوادوال هوډ لري چې مقاومت وکړي او په خپل هېواد کې پاتې شي".

افغانستان په هغو هېوادونو کې راځي چې په نړۍ کې ډېر شمېر کډوال لري، نږدې شپږ ميليونه افغانان يوازې په دوو هېوادونو ايران او پاکستان کې ژوند کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ويل کېږي يوازې په دوو هېوادونو پاکستان او ايران کې نږدې شپږ ميليونه افغانان ژوند کوي

د کډوالۍ د مسلې تر څنګ، په افغانستان کې د ننه هم سلګونه زره بېځايه شوي کسان په یوه لوی سرخوږي اوښتي، په وروستيو کلونو کې يو ميليون او ۲۰۰ زره افغانانو د جګړې او وزګارۍ له امله خپلې اصلې مېنې پرايښې دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو پر بنسټ يوازې د ۲۰۱۶ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې تر ۴۰۰ زره زیات کسان د افغانستان له جګړه ییزو سیمو نسبتآ د امن سیمو ته کډه شوي.

دا هغه کورنۍ دي چې تر اوسه پورې ورسره ډېرې لږې مرستې شوې او اوس هم په هغو سیمو کې د ژوند په خورا بد حالت کې دي.