کابل کې ځانمرګي ۱۴ نیپاليان وژلي

د انځور حقوق epa
Image caption برید د نیپالي کارکوونکو پر یوه لېږدوونکي کاسټر موټر شوی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوشنبې په ګهیځ د کابل ختیځ کې ځانمرګي برید د یوه بهرني شرکت لږترلږه ۱۴ نیپالي کارکوونکي وژلي پنځه نور نیپالیان او څلور افغانان یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله وېبپاڼه لیکلي، برید ګهیځ ۵ بجې او ۴۰ دقیقې د کابل نهمې امنیتي حوزې بنايي سیمه کې پر هغه کاسټر موټر شوی چې د یوه بهرني شرکت نیپالي کارکوونکي پکې سپاره وو.

سرچینه وايي، په برید کې ددغه شرکت ۱۴ نیپالي کارکوونکي وژل شوي او د ۵ نیپالیانو او څلورو افغانانو په ګډون نهه کسان ټپیان شوي.

دا په روژې میاشت کې کابل کې لومړی ځانمرګی برید دی.

د برید پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

ددغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي، یوه ملګري یې د کابل نهمې امنیتي حوزې بنايي سیمه کې د بهرنیو ځواکونو د ساتونکو پر موټر ځانمرګی برید کړی. مجاهد ادعا کوي چې برید کې تر شلو ډېر ساتونکي وژل شوي او ټپیان دي.

د انځور حقوق epa

د کابل پولیس وايي، ځانمرګی برید کوونکی پلی روان او چې د بس په رسېدو سره یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچوول.

په روانه جون میاشت کې غزني کې پر محکمې ډله ییزو ځانمرګو بریدونو ګڼ کسان ووژل.

طالبانو له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا، کله چې د دوی رژیم ړنګ شو، د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې بریدونه پیل کړي دي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو جګړه ییز ماموریت په ۲۰۱۴ کال کې پای ته ورسېد، خو لاهم په دې هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې، سلامشورې او د ترهګرۍ د مبارزې لپاره شاوخوا ۱۳۰۰۰ سرتېري مېشت دي.

د انځور حقوق AFP

ورته مطالب