ستانکزی د ملي امنیت مشر او حبيبي د دفاع وزیر شو

له ښۍ خوا - عبدالله حبیبي او معصوم ستانکزی د انځور حقوق BBC. MoD
Image caption له ښۍ خوا - عبدالله حبیبي او معصوم ستانکزی

د افغانستان په ولسي جرګه کې د ملي دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست لپاره نوماندانو ته د تایید او رد رایې واچول شوې.

ملي امنیت ریاست ته نوماند محمد معصوم ستانکزي د ۱۶۱ موافقو رایو په اخیستو د ملي امنیت مشر او عبدالله حبیبي د ۱۶۷ موافقو رایو په اخیستو د ملي دفاع وزیر شو.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ۲۲۴ وکیلان حاضر وو، چې هر یوه نوماند د بریالیتوب لپاره ۱۱۳ موافقو رایو ته اړتیا لرله.

په ۲۰۱۴ کال د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راهیسې د دفاع وزارت د سرپرستانو له خوا اداره کېده.

د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۳ کال سلواغه کې دفاع وزارت ته د نوموړل شوي شیر محمد کریمي او بیا د ۱۳۹۴ کال چنګاښ میاشت کې د معصوم ستانکزی صلاحیت رد کړ. دواړه د دفاع وزارت ته نومول شوي وو.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست مخکیني مشر رحمت الله نبیل د تېر کال قوس/لیندۍ میاشت کې له ولسمشر سره د ځینو اختلافونو له کبله استعفا وکړه، چې له هماغه وخت راهیسې د ملي امنیت اداره د سرپرست له خوا مخته بېلو کېده.

په تېرو کلونو کې ددغو مهمو امنیتي پوستونو د خالي پاتې کېدو پروړاندې ګڼې نیوکې راپورته شوې.

عبدالله حبيبي

د انځور حقوق mod
Image caption عبدالله حبيبي په وروستیو پنځلسو کلونو کې د دفاع وزارت په بېلابېلو پوستونو کار کړی.

جنرال عبدالله حبي بي په ۱۳۳۱ کال د ختیځ کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې زیږېدلی دی.

په ۱۳۴۲ کال د کابل نظامي مدرسه کې شامل شوی او په ۱۳۴۸ کال یې پوځي لوړې زده کړې پیل کړې دي.

هغه په ۱۳۵۵ کال د څلورو کلونو لپاره د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره بهر ته ولاړ او په ۱۳۵۹ کال افغانستان ته ستون شوی دی.

حبيبي په ۱۳۶۹ کال د تورنجنرال لقب ترلاسه کړی او په ۱۳۹۴ کال یې د ستر جنرال رتبې ته ارتقا کړې ده.

نوموړي له ۱۳۵۱ تل ۱۳۹۴ کال پورې د افغانستان د پوځ او دفاع وزارت بېلابېلو برخو کې کار کړی دی.

معصوم ستانکزی

ښاغلی ستانکزی تېر کال غوايي میاشت کې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د دفاع وزارت لپاره سرپرست وټاکل شو.

Image caption معصوم ستانکزی د تېر کال له غبرګولي میاشتې راهیسې د روان کال تر غوايي میاشتې پورې د دفاع وزارت چارسمبالی (سرپرست) و.

نوموړی ونه توانېد، چې له ولسي جرګې نه د تایید رایې ترلاسه کړي، همدا وو چې ټیک یو کال د دفاع وزارت د چارسمبالي (سرپرست) په توګه پاتې شو.

معصوم ستانکزی وړاندې د سولې شورا د دارالانشاء مشر او د سولې په بهیر کې مهمه څېره پاتې شوې ده.

ښاغلی ستانکزی په ۱۳۳۷ کال د سوېلي لوګر ولایت په محمد اغه ولسوالۍ کې زیږېدلی.

د سولې عالي شورا د وېبپاڼې په حواله، ښاغلي ستانکزي په ودانیزې انجینرۍ کې تر دوکتورا پورې لوړې زده کړې کړې دي.

ویل کېږي معصوم ستانکزي د مخابراتو انستیتیوت کې هم زده کړې کړې او پوځي زده کړې یې هم ترلاسه کړې دي.

ښاغلی ستانکزی د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال د مخابراتو وزیر او د کرزي سلاکار پاتې شوی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ۲۲۴ وکیلان حاضر وو، چې هر یوه نوماند د بریالیتوب لپاره ۱۱۳ موافقو رایو ته اړتیا لرله.

ورته مطالب