"افغانستان د تاوتريخوالي له ګواښ سره مخ دی"

د انځور حقوق UN

د ملګرو ملتونو يوه لوړ پوړي چارواکي خبرداری ورکړی، چې افغانستان د تاوتريخوالي له جدي ګواښ سره مخ دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی نېکولاس هېسم ويلي په تېرو څو میاشتو کې پر ولسي وګړو د بريدونو له امله کېدای شي په دغه هېواد کې تاوتريخوالى زيات شي.

دملگرو ملتو امنيت شورا کې د خبرو پر مهال نوموړي وويل چې افغان ځواکونه د پخوا په پرتله غښتلي شوي خو د ده په وينا لا هم له ننګونو سره مخ دي.

د رويټرز خبري اژانس په وينا ښاغلي هېسم د ولسي وګړو پر وړاندې د تاوتريخوالي له امله په ځانګړي ډول د روژې په مياشت کې اندېښنه څرګنده کړې ده.

په وروستيو څو ورځو کې د بريدونو له امله په کابل او بدخشان کې ۲۰ تنه وژل شوي او د مې مياشتې له پيل راهيسې ۲۰۰ تنه د هېواد به بېلابېلو برخو کې تښتول شوي دي.

ښاغلي هېسم دغه څرګندونې شاوخوا ۱۸ مياشتې له هغه وروسته کوي چې نړيوالو ځواکونو په رسمي توگه افغانستان کې خپل جگړيز عمليات پای ته ورسول.

ښاغلی هېسم په افغانستان کې له څلور کلن کار وروسته ډېر ژر له خپلې دندې لرې کېږي، نوموړي ویلي دي، "کېدای شي په افغانستان کې نښتې يوه نوي پړاو ته ووځي چې د غچ اخيستنې او ځوابي بريدونو په ډېرېدو سره نور هم توند شي".

په عيني حال کې د ملګرو ملتونو دغه لوړ پوړي چارواکي ويلي، افغانستان په ځينو برخو کي چې يو يې "اقتصاد دی پرمختګ کړی او د اصلاحاتو" پلان لري.

نوموړي د ولسمشر غني د ښې حکومتولي او فساد ضد مبارزې ستاينه وکړه او وې ويل چې په دې اړه کړې ژمنې بايد عملي شي.

نوموړي په دې ټينګار وکړ چې سياسي ټيکاو په افغانستان کې د پرمختګ لپاره اړين دی.

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې موجود دي، ټاکل شوې چې د ۲۰۱۷ کال په پيل کې به یې شمېر ۵ زرو ته راټيټ کړل شي.