'کونړ کې افغان او پاکستاني طالبان سره کېوتلي'

د انځور حقوق Getty

د افغانستان ختیځ کونړ ولایت چارواکي وايي ډیورنډ کرښې ته څېرمه د سرکاڼو ولسوالۍ په ګلاپړۍ کې له پرونه افغان او پاکستاني طالبان سره کېوتلي لس افغان طالبان او دوه پاکستاني طالبان 'وژل' شوي دي.

د کونړ د پولیسو مشر مل پاسوال عبدالحبیب سید خېل وايي تر اوسه له افغان طالبانو لس کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي، نوموړی وايي له پاکستاني طالبانو هم دوه کسان وژل شوی.

ښاغلی سید خېل وايي اوه نور پاکستاني طالبان هغه وخت بي پیلوټه الوتکې په نښه کړل، چې له لال پورې ولسوالۍ نه د خپلو ملګرو د مرستې لپاره راتلل.

تر اوسه افغان طالبانو ددغو نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ داعش وسلوالو د پاڅونوالو او سیمیزو پولیسو پر پوستو او کورونو بریدونه کړي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼی وايي شاوخوا دوولسو ملکي کسانو ته د مرګ ژوبلې ترڅنګ ګڼ داعش وسلوال هم وژل شوي، چې دی يې شمېر دېرش کسه ښيي.

ځايي خلک وايي پولیسو او پاڅونوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو شمېر يې نه دی مالوم.

تر اوسه داعش وسلوالو ددغې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.

ورته مطالب