د ولسمشرۍ د ویاند پرڅرګندونو د دوستم نیوکه

د انځور حقوق VPO

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د ولسمشر د ناسوبتیا په صورت کې د ولسمشرۍ د چارسمبالي په توګه د ده د نه ټاکلو په باب غبرګون ښودلی چې وايي، په دې سره یې "ټکان خوړلی" دی.

کله چې ولسمشر محمد اشرف غني د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته ولاړ، پر ځای کوم چارسمبالی ونه ټاکه، دا ځکه چې د ولسمشرۍ د یوه ویاند ظفر هاشمي په وینا، ولسمشر د ټکنالوژۍ په مټ له هېواده بهر هم خپل هېواد اداره کولی شي.

خو د ولسمشرۍ لومړي مرستیال یوه کورني تلوېزیون ته پخپله یوه تازه وېډیو کې ویلي، د ولسمشر دې خبرې ده ته "ټکان" ورکړی دی.

ښاغلي دوستم پوښتي چې څرنګه ولسمشر کولی شي له هېواده بهر خپل هېواد اداره کړي.

د افغانستان د اساسي قانون د شپېتمې مادې پربنسټ، "د جمهور رئیس لومړی مرستیال د جمهور رئیس د غیاب، استعفاً او یا مړینې په حالاتو کې د دې اساسي قانون له مندرجو حکمونو سره سم، کار کوي".

ښاغلی دوستم چې دا مهال د افغانستان په شمال کې په جګړې بوخت دي، د یوه سیاسي ګوند مشري هم کوي.

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر د ملي یووالي له حکومته ګیله کړې ده، چې واک یې د دوو مشرانو ترمنځ پنځوس پنځوس سلنه وېشلی، چې په وینا یې چندان ښه پایله یې نه ده ورکړې او دی یې له ونډې ایستلی دی.

دوستم ټینګار کوي چې ټوله کې د واک وېشل عادلانه چاره نه ده.

د انځور حقوق VPO
Image caption ښاغلی دوستم چې دا مهال د افغانستان په شمال کې په جګړې بوخت دي، د یوه سیاسي ګوند مشري هم کوي.

نوموړي د ملي یووالي حکومت پر مشرانو نیوکه کړې ده، که څه هم پولیس او پوځ ملي دي، خو دده په ټکو د دوو واکمنو سیاسي ډلو ترمنځ د امنیتي ارګانونو پوستونه وېشل کېږي.

د ارګ غبرګون

د ښاغلي دوستم د څرګندونو په غبرګون کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، لومړی مرستیال د قانون پربنسټ، د ملي یووالي حکومت د مشرتابه په لوړه پوړۍ کې دی چې د قانون په چوکاټ کې یې له خپلو ټولو واکونو ګټه اخیستې ده او دا مهال د جګړې په لومړۍ کرښه کې له دښمن سره جنګېږي.

د ولسمشر یوه ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته ویلي، د ولسمشر لومړی مرستیال او د حکومت نور مشران د دولت په مهمو پرېکړو، کابینه، وزیرانو شورا او د اقتصاد عالي شورا او نورو مهمو پرېکړو کې برخه لري او ولسمشر هم د اړتیا پربنسټ له دوی سره پرېکړو کې سلامشورې کوي.

د انځور حقوق arg

ورته مطالب