'پکتیا او وردګو کې ماین خښوونکي خپلو ماینونو وژلي'

د انځور حقوق Getty

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ یوه جومات کې د ماین ځای پرځای کولو پرمهال پنځه وسله وال وژل شوي او د میدان وردګو سید اباد ولسوالۍ کې هم درې ماین خښوونکي د خپل ماین ښکار شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پکتیا ولایت سید کرم ولسوالۍ یوې کلیوالې سیمې په یوه جومات کې وسله والو غوښتل ماین ځای پرځای کړي، چې ماین پر همدوی چاودلی او پنځه کسان پکې وژل شوي.

سرچینه وايي، په چاودنه کې اته نور وسله وال ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت له خوا په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې ویل شوي، وسله والو غوښتل د تېرې یکشنبې په مازیګر د پکتیا سید کرم ولسوالۍ خوشحال خېلو کلیوالې سیمې په یوه جومات کې ماین ځای پرځای کړي.

د افغانستان دغه امنیتي سرچینه وايي، چاودنه کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

بل خوا، د یاد وزارت په خپرپاڼه کې ویل شوي، د میدان وردګو ولایت سید اباد ولسوالۍ کچ کلا کې تېره شپه پر وسله والو خپل ماین چاودلی او درې کسان یې وژلي دي.

تر اوسه د یادې یوې پېښې په اړه هم وسله والو طالبانو غبرګون نه دی ښودلی.

ورته مطالب