د 'اسلامي دولت' بریدونو سلګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ کړې

د انځور حقوق AFP
Image caption په جلال اباد کې د بي بي سي خبریال وايي، له تېرو څو ورځنیو جګړو وروسته اوس افغان ځواکونه په کوټ ولسوالۍ کې ۱۵ کیلومتره نور مخته تللي، خو په وینا یې داعش جنګیالي هم مقاومت کوي.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت کوټ ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او 'اسلامي دولت' (داعش) اورپکو ترمنځ د جګړې او ناامنیو له کبله سلګونه کورنۍ جلال اباد ښار ته کډه کېدو ته اړ شوې دي.

دا پنځمه ورځ ده، چې د 'اسلامي دولت' (داعش) له اورپکو سره د افغان ځواکونو جګړه روانه ده.

د ننګرهار والي سیلم خان کندوزی واييو د جګړې له سیمې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ کډه کېدو ته اړ شوې او هلته داعش وسله والو شاوخوا ۱۰۰ کورونه سوځولي دي.

که څه هم د سیمې خلک وايي، داعش اورپکو د سیمې ځینې ښځې، ماشومان او خلک تښتولي، خو د ننګرهار والي بیا د تښتولو خبر نه تاییدوي.

په جلال اباد کې د بي بي سي خبریال وايي، له تېرو څو ورځنیو جګړو وروسته اوس افغان ځواکونه په کوټ ولسوالۍ کې ۱۵ کیلومتره نور مخته تللي، خو په وینا یې داعش جنګیالي هم مقاومت کوي.

عبدالله نظامي وايي، له کوټ ولسوالۍ یې ځینې کورنۍ جلال اباد ښار ته د کډه کېدو په حالت کې ولیدې.

د انځور حقوق AFP
Image caption وړاندې، افغان ځواکونو د "اسلامي دولت" ډلې پر ضد د ځمکنيو او هوايي عملياتو د پيلېدو خبر ورکړی و
د انځور حقوق AFP
Image caption افغان امنیتي ځواکونه وايي، د تېرې دوشنبې په ورځ یې د کوټ جګړه کې د داعش ډلې"۳۰" غړي وژلي

وړاندې، د افغانستان امنيتي ځواکونو د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) ډلې پر ضد د ځمکنيو او هوايي عملياتو د پيلېدو خبر ورکړی و چې په وینا یې په دغو تازه عملياتو کې يې د داعش ډلې"۳۰" غړي وژلي دي.

وړمه ورځ ‎د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د يوه ويډيويي کنفرانس له لارې د ننګرهار ولايت له سياسي او پوځي چارواکو سره خبرې کړې او پر دې يې ټینګار کړی چې "د ټول پوځ او شته امکاناتو په کارولو سره د داعش ډلې پر ضد اقدام وکړي".

د تېرې جمعې شپې له عملياتو وروسته د دغې ډلې ۱۳۱ غړي او ۱۲ امنیتي سرتېري وژل شوي وو.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP
Image caption د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، له کوټ نه شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ کډه کولو ته اړ شوې
د انځور حقوق AFP
Image caption کوټ کې داعش وسله والو شاوخوا ۱۰۰ کورونه سوځولي.

ورته مطالب