"د پولیسو لیکو کې له کوچنیانو نه د جنسي ګټې تورونه دې وڅېړل شي"

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر محمد اشرف غنی د دغې موضوع په اړه د پلټنو امر کړی

موده وړاندې د فرانسې خبري اژانس رپوټ خپور کړ چې د سوېلي روزګان ولایت د پولیسو په لیکه کې د بچه بازي یا له ماشومانو څخه ناوړه جنسي ګټه اخیستنه ډېره شوې ده.

په دغه رپوټ کې راغلي چې وسله وال طالبان له دغو کوچنیو هلکانو څخه پر افغان پولیسو باندې د وسله والو بریدونو په تر سره کولو کې ګټه اخلي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی چې دغه تورونه دې وپلټل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، د ولسمشر تر سپارښتنې وروسته یې په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

Image caption د وزیر لارښوونه دا وه چې د اروزګان ولایت پولیسو کې باید ډېر بدلونونه راشي صدیق صدیقي

نوموړې زیاته کړه ''د دغه راپور له خپرېدا وروسته وزارت خپلې ارزونې پیل کړې او د وزیر لارښوونه دا وه چې د اروزګان ولایت پولیسو کې باید ډېر بدلونونه راشي''.

ښاغلی صدیقي وايي، د دوی هڅه دا ده چې د ماشومانو جنسي ځوروونکي پولیس باید وپېژندل شي او د قانوني چلند په رڼا کې د پولیسو له لیکو وشړل شي.

هغسې چې ښاغلي صدیقي وویل، تر اوسه هېڅوک د پولیسو په لیکو کې له ماشومانو نه د جنسي ګټې اخیستنې په تور نه دي نیول شوي.

په دې لړ کې له دې مخکې هم ځینې رپوټونه خپاره شوي وو، خو دغه رپوټونه تایید شوي نه وي. یو ځل هغه مهال دغسې ناتایید شوي رپوټونه خپاره شوو، چې له اتلسو کلونو یوه کم عمره پولیس په یوه پوسته کې خپل یو شمېر همکاران ووژل او له طالبانو سره یو ځای شو.