ولسمشر غني د پولیسو د لېږد په اړه د څېړنې امر کړی

د انځور حقوق Reuters
Image caption چارواکو ویلي، پولیسو د موټرو دغه کاروان له میدان وردګو پلازمېنې کابل ته روان و، چې ددې ښار په لویدیځ کې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قلعه حیدرخان په سیمه کې پرې ځانمرګی برید شوی.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې پر پولیسو د طالبانو ځانمرګی برید د بشریت ضد جنایت بللی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د میدان وردګو روزنیز مرکز فارغانو پر لېږدوونکو موټرو ترهګریز برید دې وڅېړل شي.

خبرپاڼه زیاتوي؛ ښاغلي غني کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې "د میدان وردګو روزنیز مرکز د فارغانو لېږدولو د پرېکړې څرنګوالی وارزوي، چې د هر ډول بې غورۍ په صورت کې تعقیبي اقدامات ترسره شي."

د چارواکو په وینا؛ دغه پولیس سرتېري میدان وردګو کې د پولیسو روزنې له یوه مرکز نه په پنځو بسونو کې کابل ته روان وو، چې د لارې په اوږدو کې په نښه شول.

که څه هم د برید تلفاتو کره شمېره لا څرګنده نه ده، خو چارواکي وایي د لومړنیو شمېرو له مخې په دغه برید کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او لږ ترلږه ۵۰ نور ټپیان شوي دي. طالبانو ددغه برید مسوولیت منلی.

خبر پاڼه زیاتوي ''ولسمشر غني د طالبانو دغه وحشیانه جنایت د جګړې په ډګر کې د هغوی د ماتې نښه وبلله او وې ویل، طالبانو په دې جنایت سره خپله سخت زړي او بې رحمي وښودله."

د انځور حقوق AFP
Image caption د پغمان ولسوال وایي، د طالبانو په دغه ځانمرګي برید کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او لږ ترلږه ۵۰ نور ټپیان دي.

کابل کې د امریکا سفارت هم دغه برید غندلی او هغه یې ډاروونکی برید بللی.

د امریکا سفارت په خبرپاڼه کې ویلي، لومړي برید د پولیسو تازه دمي سرتېري په نښه کړل او کله چې خلک د برید قربانیانو سره مرستې ته ورغلل، په قصدي ډول په دویم برید کې په نښه شول. "دا د روژې په مبارکه میاشت کې منفور، ظالمانه عمل او په بشپړه توګه د انسان ژوند ته نه درناوی دی."

د امریکا سفارت ویلي؛ دوی افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت په لاره کې ددغه هېواد د خلکو او ملګرو ترڅنګ ولاړ وي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د افغانستان امنیتي ځواکونو او دولتي کارکوونکو پر لېږدوونکو بسونو کابل کې بریدونه کړي چې سلګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د افغانستان دولت هڅه کړې په بسونو کې د دولتي کارکوونکو سرتېرو لېږد رالېږد کم کړي.

ورته مطالب