د کوټ ولسوالۍ کې څه پېښ شول؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

دافغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش سرخوږی لا له وړاندې و، خو تر ټولو زورور برید یې د کوټ په ولسوالۍ کې بللی شوی دی.

د ننګرهار والي وايي د جون په ۲۴ د شپې ناوخته له شپږ سوه ډېرو وسله والو پر هغو حکومت پلوه کورنیو برید وکړ، چې د داعش پر خلاف یې ټوپک پر اوږه کړی و. دا یو لوی ډله یز برید بلل شوی.

Image caption د سپاهی په سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښه وه. پر پاخه سړک پوځیان په شوبلو او زغروالو موټرو کې وو

زه د جګړې په پنځمه ورځ سیمې ته ورغلم. هلته لکه د لومړۍ ورځې د جګړې یو بدغږ د خلکو په غوږونو و، خلک له خپلو کورنو په تېښته وو. کورنیو د کور ډېر لږ توکي له ځانه سره اخیستل او د جلال اباد اونورو امنو سیمو خواته روان وو.

د یوې کوچنۍ نجلۍ ایله د کور په یوه چرګ وس بر شوی و او په څنګ کې یې نیولی روانه وه. سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو تیښتې ته اړ شوې، خو له چا سره هم کومې مرستې نه دي شوې. ما په درېیو ورځو کې دلته مرستندویه چارې ونه لېدلې. یوازې د ننګرهار د عامې روغتیا ډلګۍ لیدل کېدلې چې په کوټ کې د ټپیانو درملنې ته ولاړې وې.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سپاهی په سیمه کې د جګړې لومړۍ کرښه وه. پر پاخه سړک پوځیان په ټانکونو او زغروالو موټرو کې وو او ور ته مخامخ پر یوه غونډۍ د څو ګڼو کورنو کلي د اسلامي دولت نومې ډلې د وسله والو سنګرونه وو.

زه چې دلته د افغان ځواکونو له مشر او د ننګرهار له امنیي قومندان جنرال زړور خان زاهد سره غږېدم څو ځلې مو پر سر د داعش وسله والو د هاوان ګولۍ واوښتې، خو جنرال زړور ویل وسله وال اورپکي یې وارخطا کړي او په پنځه ورځو کې یې ۱۵کیلو متره پرمختګ کړی دی.

ما د سېمې هغه کورونه هم ولیدل چې څه داعش وسله والې ډلې سوځولي و او ځینې د حکومت په بریدونو کې ویجاړ شوي وو.

Image caption ما د سېمې هغه کورونه هم ولیدل چې څه داعش وسله والې ډلې سوځولي و او ځیني دحکومت په بریدونو کې ویجاړ شوي وو.

د عامو خلکو کورونه پر پوځي مرکزونو بدل شوي وو. د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې پاڅون او د کورونو په کونجونو کې د پوستو شته والی یو رنګ او کله چې داعش وسله والو کومې سیمې ولکه کړې وې د هغو خلکو په کورونو کې یې اړولي وو، چې له دوئ سره جوړ نه وو.

يرغمل شوي

له دغه لوی چپاوه څو ورځې مخکې په سیمه کې د داعش یوې راډیو اعلانونه کول، چې د دوی د کسانو ښځې حکومت نیولي، که یې خوشې نه کړي دوی به هم ورته عمل وکړي.

کله چې داعش بریدونه پیل کړه، ځینې خلک یې یرغمل کړل. د سیپاهۍ د سیمې اوسیدونکي حکیم شاه راته وویل، داعش ګڼې کورنۍ یرغمل کړې، ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د سیمې څو نورو اوسیدونکو هم همدا خبره کوله.

Image caption د یوې کوچنۍ نجلۍ ایله د کور په یوه چرګ وس بر شوی و او په څنګ کې یې نیولی روانه وه

زه له دغو خلکو سره په مرکو وم، چې یو شمېر ځايي ځوانانو په لوړ غږ وویل، د خدای لپاره د ښځو د یرغمل کېدو په اړوند خبرې مه کوئ، دا دغیرت او ناموس خبره ده.

ما د ننګرهار له والي سلیم خان کندوزي سره هم د یرغمل شویو کسانو په اړه خبرې وکړې، هغه وویل داسې اسناد په لاس کې نه لري چې د چا کورنۍ دې یرغمل شوي وي.

د داعش ماته

والي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې د داعش ډلې ماته یو ستره ادعا نه ده وویل “په دې خبره ولاړ یو چې داعش سخت وځپل شو او زموږ د سختې قربانۍ په بدل کې، ځواکونو مو ډېره قرباني ورکړه، ولس تر هرچا ډېره قرباني ورکړه او داعش دوه ولسوالیو ته محدود شول. دا ځکه زموږ بری دی چې داعش په یوه لوی فکر ننګرهار کې راپورته شوي وو.

په کوټ او شاخوا سیمو کې دا جګړې ښايي نوې نه وي او نه وروستۍ نښتې، خو د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو هر کوچنی برید هم افغان حکومت ته یوه ستره ننګونه ده.