د حصارک جګړه: طالبانو څو پوستې نیولې، ۳۷ کورونه یې سوځولي

د انځور حقوق Getty

د افغانستان ختیځ ننګرهار د حصارک ولسوالي له تېرو دوو ورځو راهیسې د وسله والو طالبانو له سختو بریدونو سره مخامخ ده.

دغلته د سیمه ییزو پولیسو کورونه سوځول شوي او څو پوستې د طالبانو ګوتو ته ورغلې دي.

له ولسوالۍ نه د وتلو او ورتللو ټولې لارې تړلې.

د جګړو په ترڅ کې ټپي شوي سرتېري هملته پاتې دي او د مرستو د نه رسېدو له امله د نور انساني زیان وېره شته.

دوه ورځې کېږي، چې د حصار ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه روان دي. ددغې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قومندان منیر همت وايي ولسوالۍ ته وغلې ټولې لارې تړل شوي، نو ځواکونه اړ دي د ژوند تر پایه وجنګېږي.

ښاغلی همت وايي هوډ يې پیاوړی دی، خو که مړدکي، خوارکي توکي او درمل ور ونه رسېږي، د جګړې لوری بدلېدای شي.

هغه وايي جګړه اوس ولسوالۍ ته رانژدې شوی او وسله والو د سیمه ییزو پولیسو ګڼ کورونه هم سوځولي:

"که په وخت هوايي ملاتړ، مرمۍ او پرسونل په سم وخت کې انتقال نه شي، نو موږ به له لویې ستونزې سره مخامخ شو. زموږ مورال قوي دی، تکتیکي شاتګ نشته او نه هم شاته لاره لرو، خو د حکومت ټینګې همکارۍ ته اړتیا لرو. نن ګهیځ یې شاوخوا ۳۷ کورونه سوځولي دي."

افغان حکومت پرون ویلي وو په حصارک کې يې تر دېرشو پورې وسله وال وژلي او یو شمېر يې ټپیان کړي، خو وسله والو یوازې د خپلو دوو کسانو د وژل کېدو او درو نورو د ټپي کېدو منښته کړې.

د انځور حقوق Getty

د ننګرهار چارواکي وايي ولسوالي خوندي ده او ډېر ژر به د هوا له لارې نور ځواکونه،مرمۍ او خوراکي توکي حصارک ته ورسول شي.

له ۲-۱۳ کال راهیسې پر حصارک د طالبانو د بریدونو لړۍ روانه ده.

ورته مطالب